-
نړۍ دې د یواړخیزې پریکړې پر ځاې د ډیپلماسۍ لاره غوره کړي
Oct 23, 2023 12:39د د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو د ځانګړي غږملوونکي په کتنه کښې وویل: نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه دې د یواړخیزو پریکړو پر ځاې له افغانستان سره په سفارتي اړیکو او تفاهم باندې تمرکز وکړي.
-
له پاکستان څخه ۶۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي
Oct 23, 2023 12:35د پاکستان خبري سرچینو وویل چې د افغان کډوالو خلاف د اسلام آباد د نویو سیاستونو له غوره کولو سره هممهاله ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
-
افغانستان کې تېرو ۶ میاشتو کې ترافیکي پېښو کې څه باندې زر تنه مړه شوي
Oct 23, 2023 12:20د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په تېرو ۶ میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله یو زرو نهه ویشت تنه مړه شوي دي.
-
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې د ګوزڼ ضد واکسین وهل پیل شول نور حال دلته لرو
Oct 23, 2023 06:43زمونږ خبریال راپور راکړی نن دوشنبه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل شو.
-
طالبانو د جاپان د رغنده رول هرکلی وکړ
Oct 22, 2023 12:46زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کښې د جاپان له پخواني او نوي سفیر سره په کتنه کښې وویل ټوکیو د افغانستان په بیا رغاونه کښې رغنده رول لوبولای شي.
-
په افغانستان کې د امنیتي چارواکو لپاره ودانۍ جوړیږي
Oct 22, 2023 10:57زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د (۴۰) میلیونه افغانیو په ارزښت په یو شمېرولسوالیو کې ودانۍ جوړې کړي. د یاد وزارت د چارواکو په وینا دا ودانۍ به د غزني ولایت د (اندړو) او (ناوې) ولسوالۍ لپاره وي.
-
کابل کښې د کرهڼیزو توکو نندرتون پاې ته ورسید نور حال دلته لرو
Oct 22, 2023 10:01زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د کرنیزو توکو نندارتون چې د کرنې وزارت له خوا جوړ شوی و، پای ته ورسېد.
-
د افغانستان طالبانو په سیګار ادارې نیوکه وکړه
Oct 22, 2023 07:45زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د هیواد د زده کړې په برخه کښې د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په هکله د افغانستان د بیا رغاونې د څار د ځانګړي ادارې سیګار(The Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) راپور ناسم وباله.
-
د افغانستان په هرات ولایت کښې نن بیا زلزله راغله
Oct 22, 2023 07:08زمونږ خبریال راپور راکړی نن سهار د افغانستان د هرات ولایت ځینې برخې بیا هم زلزلې ولړزولې.
-
په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ شو
Oct 22, 2023 01:51د افغان طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره په کتنه کې د ترکیې د کډوالو د چارو مشر اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د یوه ګډ کمیسیون په جوړولو سره به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.