-
افغان ویلچر باسکټبالانو فلپین ته ماتې ورکړه
Oct 22, 2023 01:41د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه توب د پارا المپیک آسیایي لوبو په لړ کې د فیلیپین ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.
-
د افغان زده کوونکو د ملاتړ لپاره ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان شوه
Oct 22, 2023 01:06اروپایي ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په موخه؛ ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.
-
افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي خبرې اړینې دي
Oct 22, 2023 01:03د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټيکاو ټینګښت یوازینۍ لار، ملي تفاهم بللی دی.
-
د هرات له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستو دوام
Oct 21, 2023 11:23د افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې او د تایباد،تربت جام او خواف ولسوالیو د ولسونو مرستې هماغه راز دوام لري.
-
د کابل خلکو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې نور حال دلته لرو
Oct 21, 2023 11:04زمونږ خبریال راپور راکړی د کابل یو شمېر اوسېدونکو په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وکړ.
-
پاکستان دې د افغان کډوالو پر ایستلو بیا غور وکړي
Oct 21, 2023 01:42د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره کتل دي.
-
په بادغیس ولایت کې یوه سړي خپلې دوې مېرمنې وژلي
Oct 21, 2023 01:29د افغانستان په بادغیس ولایت کې یوه کس خپلې دوه مېرمنې د ښکاري ټوپک په واسطه وژلي دي.
-
یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ښارګوټی جوړوي
Oct 21, 2023 01:27د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د (SKM) کمپنۍ له مشر ډاکټر عباس فرساد سره وکتل.
-
ترکیې په افغانستان کې د بشري حقوقو د رعایتولو غوښتونکې شوه
Oct 20, 2023 12:07په ملګرو ملتونو کې د ترکیې د استازې مرستیال په افغانستان کې په ښځو او انجوڼو باندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو د ختمېدو غوښتونکی شو.
-
ننګرهار کې به شاوخوا یونیم میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي
Oct 20, 2023 04:24چارواکي وایي دا ځل تر لسو کالو پورې عمر لرونکو کوچنیانو ته دا واکسین ورکول کېږي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ