-
ملابرادر له زلزله ځپلو سره د غمشریکۍ په موخه سمنګان ته تلی دی
Nov 06, 2025 02:00د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هېواد په شمال کې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسيدنې او غمشریکي په موخه سمنګان ته تلی دی.
-
د افغانستان او پاکستان پلاوي استانبول ته رسېدلي
Nov 06, 2025 01:44وروسته له دې چې افغانستان اعلان وکړ چې د استخباراتو د ريیس حمدالله وثیق په مشرۍ پلاوی یې له پاکستان سره د خبرو لپاره استانبول ته روان شوی، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وویل چې د پاکستان پلاوی هم ور روان شوی دی.
-
په هرات کې د وسلهوالو غلاوو او ناامنۍ زیاتېدا خلک اندېښمن کړي دي
Nov 05, 2025 08:18هغوی ټینګار کوي چې طالبان د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې د ډاډمن امنیت ادعا کوي.
-
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دریم پړاو به سبا پیل شي
Nov 05, 2025 08:00د افغان رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو نوې ناسته د ترکیې په کوربتوب پیلېږي.
-
ايران د افغانستان دزلزله ځپلو لپاره د بشري مرستو فوري لیږلو ته تیار دی
Nov 05, 2025 01:22، د ایران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير سيد عباس عراقچي، د افغانستان په شمال کې د سختې زلزلې له امله د تهران له خوا د زيانمن شوو سيمو ته د بشري او امدادي مرستو فوري استول اعلان کړ.
-
نن د افغانستان په لسو ولایتونو کې د باران او تېزو بادونو اټکل شوی
Nov 04, 2025 03:43د طالبانو د حکومت هوا پېژندنې ریاست وایي، چې نن به بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننگرهار، کندز، بغلان، سمنگان، بامیان او پروان کې ورښتونه وي.
-
ایران د افغانستان له زلزله ځپلو د مرستې په لومړۍ کرښه کې
Nov 03, 2025 11:35په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د سمنګان د زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې بهیر روان دی.
-
افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه په بې سارې ډول زیات شوي دي
Nov 03, 2025 11:32د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په دې هیواد کې د رسنیو او خبریالۍ پر فعالیتونو محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.
-
د تېرې شپې زلزلې له امله افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده
Nov 03, 2025 10:02د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، له نايبآباده تر سمنګان او له خُلم تر پلخمري پورې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي پرې شوي چې د پرچاوۍ لامل شوې.
-
زلزلې د افغانستان په شمال کې درانه ځاني او مالي زیاتونه اړولي دي
Nov 03, 2025 09:39تېره شپه شاوخوا يوه بجې د افغانستان په شمال کې نسبتا زوروره زلزله رامنځته شوې، چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.