-
لږترلږه شل تنو ته په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو له امله مرګ ژوبله واوښته
Aug 31, 2025 03:56چارواکي وایي سیلابونو داستوګنې کورنو، کرنیزو ځمکو او ټولګټو تاسیساتوته هم درانه زیانونه اړولي دي.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
Aug 30, 2025 11:00د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر د "پراختیایي ستراتیژۍ" په نوم پنځه کلن سند تصویب کړی دی، چې دا سند په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان د پرمختګ لپاره یو جامع چوکاټ چمتو کوي.
-
حامد کرزی: د پاکستان خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی
Aug 29, 2025 08:44د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او خوست د پاکستان هوایي بریدونو په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.
-
په بلغاریا کې ۲۴ افغان پناه غوښتونکي او د هغوی قاچاقبران نیول شوي
Aug 29, 2025 08:37د بلغاریا پولیسو د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو د نیول کېدو خبر ورکړی چې د ترکیې پولې ته څېرمه په یوه لارۍ کې انتقالېدل. چارواکي وایي، دغو کسانو د اروپا نورو هیوادونو ته د تېرېدو لپاره قاچاقبرو ته زرګونه یورو ورکړي وو او د سختې ستړیا ترڅنګ په بد جسمي وضعیت کې ول.
-
په افغانستان کښې د ماشومانو وژل د ترهګرۍ ضد عملیات نه دي
Aug 29, 2025 02:24زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر «منظور احمد پښتین» د افغانستان پر خوست او ننګرهار ولایتونو بریدونه چې د طالبانو حکومت یې د پاکستان پوځ کار بولي، د افسوس او سختې غندنې وړبللي دي.
-
پرون له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې
Aug 27, 2025 10:49زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۱۱۶۸ افغانې کورنۍ افغانستان ته ورستنې شوې دي.
-
د افغانستان د پلازمینې کابل-کندهار پر لویه لاره ۲۵ کسان مړه شوي
Aug 27, 2025 10:37زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان طالبانو تایید کړې چې د کابل-کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پیښه کې ۲۵ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
-
افغان حکومت به پخپل پنځه کلن پراختیايي تګلارې کې اقتصاد او امنیت ته خاص پاملرنه وکړي
Aug 27, 2025 01:43د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد د دغې تګلارې په اړه وویل:دا تګلاره داسې جامع اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هیواد د بنسټیزو موخو د ترلاسه کولو په اړه چمتو او ټولې امارتي ادارې په یوې لارې هدایتیږي، دغه شان دا تګلاره د حکومت د موخو د تحقق لپاره د ټولو وزارتونو او ادارو شته سرچینې او فعالیتونه منسجم کوي.
-
اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
Aug 26, 2025 02:16د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
-
افغانستان د کرېکټ په یو ورځنیو او شل آوره سیالیو کې د بنګله دېش کوربتوب کوي
Aug 26, 2025 02:05د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې، افغانستان به په اکتوبر میاشت کې د بنګله دېش کوربه وي او دواړه لوبډلې به د دې دوه اړخیزې کرکټ لړۍ په ترڅ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ (ODIs) او درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.