-
د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي
Jul 11, 2025 01:30یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی. په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.
-
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي
Jul 11, 2025 01:19د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
-
سږکال د حج د مراسمو پرمهال ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي
Jul 10, 2025 10:30د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د مړینې عمومي شمېرې خپرې کړې.
-
یوناما د طالبانو پر نوې رسنیزې تګلارې ژوره اندېښنه ښودلې
Jul 10, 2025 10:25په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په تازه څرګندونو کې د طالبانو وروستۍ رسنیزه تګلاره د اندېښنې وړ بللې ده.
-
له امنیتي ننګونو او نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو ونډه مهمه ده
Jul 10, 2025 08:53د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د مسکو له خوا د طالبانو له رسمیت پېژندلو ملاتړ کړی او ویلي دي چې په امنیتي برخه او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې یې رول مهم دی.
-
د جرمنی یوې محکمې پر حکومت غږ کړی،د افغان کډوالو په وړاندې دې خپلې ژمنې نه هېروي
Jul 10, 2025 02:27د برلین یوې محکمې وئيلي دي،چې د جرمني حکومت کولی شي د «افغان کورنۍ له خطر سره مخ» نومې پروګرام په اړه پریکړه وکړي چې آیا دا پروګرام دوام وکړي، بدلون پکې راولي ،یا نوي تاییدیه ورکول بند کړي، خو دا نشي کولی پخوانۍ ژمنې له پامه وغورځوي.
-
مجاهد: د جرمونو نړیوالې محکمې په نوم محکمه نه پېژنو
Jul 09, 2025 03:56د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح االله مجاهد د طالبانو د رهبر هبة االله اخندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې، په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.
-
ملګري ملتونه: افغان طالبان دې ځپوونکې پالیسۍ لغوه کړي
Jul 08, 2025 01:24د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ په د رایو په لوی اکثریت یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوې، او له افغان طالبانو څخه غوښتنه شوې چې خپلې سختدریځې پالیسۍ پایته ورسوي او ټولګډونه حکومت تضمین کړي.
-
د سږکال عاشورا په مراسمو کې د مسلمانانو پر یووالي ټینګار وشو
Jul 08, 2025 01:01د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په کابل کې د عاشورا د مراسمو پر مهال د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کړی.
-
په کابل کې له حسیني عاشورا نمانځنه وشوه
Jul 06, 2025 14:04په کابل کې د محرم لسمه د حسیني عاشورا د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د چنګاښ په ۱۵) د خلکو په پراخ حضور سره ترسره شول.