-
مجاهد: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو
Jul 06, 2025 11:34د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې سرپرست حکومت د خپلې واکمنۍ له پیله په دې هڅه کې وو، چې د نړیوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې حقوقي او سیاسي خنډونه لهمنځه یوسي، او د روسیې له خوا د رسمیت پېژندلو اقدام د افغانستان د بهرني سیاست د پرلهپسې خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، چې اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.
-
ننګرهارکې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وارړولي دي
Jul 06, 2025 11:10د ننګرهار اطلاعاتوا و کلتور ریاست په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استولې د دې ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې چمتووالي ادارې د چارواکوله قوله لیکلي چې د تیرې شپې اورښت او راوتلو سیلابونو د دې ولایت په لعلپورې، شینوارو، مومندرې، بټي کوټ، ګوشتې او ښیوې ولسوالیو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وراړولي دي.
-
د غزني ولایت سلطان اوبو بند د بیا رغونې چارې پیل شوې
Jul 06, 2025 10:49چارواکي وایي، د دې پروژې په بشپړیدو سره به د دې ولایت په کرنیز سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شي. د غزني ولایت سلطان اوبو بند په دې ولایت کې د اوبو د زیرموله پلوه تر ټولو او مهم بند بلل کېږي.
-
د کډوالو موضوع باید د تفاهم او همغږۍ له لارې حل شي
Jul 05, 2025 11:25د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد، د افغان کډوالو اړوند موضوعاتو په اړه د آلمان له خوا د خبرو اترو لېوالتیا ستایلې ده.
-
قزاقستان په افغانستان کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
Jul 05, 2025 10:56د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د قزاقستان له لومړي وزیر سره کتلي دي.
-
روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده
Jul 04, 2025 02:53د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
-
افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، روغتونونه ځای نه لري
Jul 04, 2025 02:48د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان و ايي، افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، خو د هېواد روغتونونه د هغوی د منلو وړتیا نه لري.
-
د ښځو په سرپرستۍ دوه پر درېیمه برخه کورنۍ د خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري
Jul 03, 2025 10:41د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو څخه، چې سرپرستي یې ښځې کوي، دوه کورنۍ د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري.
-
په افغانستان کې د محرم د لسمې يا عاشورا لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی
Jul 03, 2025 10:06د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکې وایي چې امنیتي ځواکونو د محرم د لسمې نیټې يا عاشورا لپاره بشپړ چمتووالی نيولی دی.
-
ننګرهار کې ګڼې تاریخي سیمې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي
Jul 03, 2025 09:58د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست تاریخي ابداتو ساتنې د څانګې مشر انجینیر احمد شا عمري وایي، په ننګرهارکې په ټولیز ډول ۴۱ تاریخي سیمې له دوی سره ثبت او راجستر دي چې له جملې یې ۳۸ سیمې جدي ترمیم او بیا رغونې ته اړتیا لري او که د ترمیم او بیا رغونې غم یې ونه خوړل شي نو له منځه به ولاړ شي.