-
په ارزګان کې د شفلوغ اوبو ستر بند د جوړېدو چارې پیل شوې
Jul 03, 2025 09:48چارواکي وایي، د دې بند په جوړېدو سره به نه یوازې چې باراني اوبه زیرمه شي، بلکه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه او کرکیلې ته چمتو شي.
-
کابل کښې د ایران په سفارت کښې د اسرائیلو د وروستي یرغل د شهیدانو درنښت وشه
Jul 03, 2025 01:52د ایران پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم او امریکا د وروستي یرغل د شهیدانو د یادګار دفتر د لاسلیک لپاره، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت په سفارت کې د شهیدانو" د درناوي مراسم ترسره شول.
-
ملابرادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د اړیکو پر پراختیاخبرې کړي
Jul 03, 2025 01:29د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان تللی دی.
-
کابلوف: د مسکو فارمټ غونډه د طالبانو په حضور ترسره کیږي
Jul 02, 2025 11:21د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه د روان ۲۰۲۵ کال سپټمبر یا اکټوبر د طالبانو په حضورکې ترسره کیږي.
-
په روسيې کې د افغانستان نوی سفیر مسکو ته ورسید
Jul 02, 2025 02:10د مسکو او کابل ترمینځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په یوې نوې پرمختیا کې، د افغانستان د طالبانو د حکومت لومړنی رسمي سفیر وروسته له دې چې دا ډله په اپریل میاشت کې د روسيې د ممنوعه ډلو له لیسټه وویستل شوه، مسکو ته ورسید.
-
له پاکستان او ایرانه ۳۲۸۴ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې
Jul 01, 2025 10:23زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس اعلان کړی چې پرون له پاکستان او ایرانه ۳۲۸۴ افغان کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
Jul 01, 2025 08:54له جذبې او احساس څخه ډکې معنوي فضا کې، د هرات کلتوري ځوانان د بیرغونو او بینرونو په پورته کولو او ښار په تورو ټوټو پوښلو سره، خپل زړونه د محرم میاشتې د لومړۍ لسیزې د ماتم لپاره چمتو کوي، څو د امام حسین (ع) یاد او نوم په وفادارۍ او مینې سره ژوندی وساتي.
-
متقي وایی افغانستان باید د نورو د تقابل قرباني نشي او لارې ونه تړل شي
Jul 01, 2025 03:47د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له افغان سوداګرو سره په ګډه ناسته کې ګاونډ او سیمه ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو ویزو، ټرانزیټي لارو خلاصون او افغاني محصولاتو لپاره د بازار موندې په اړه خبرې کړې دي.
-
یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسین څخه محروم دي
Jun 30, 2025 02:37د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.
-
د افغانستان او نړۍ اړیکې په پراخېدو دي
Jun 30, 2025 02:30د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ملایشیا له ځانګړي استازي سره په لیدنې کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ملګرتیاؤ د زیاتوالي په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې د افغانستان او نورو هېوادونو اړیکې پراخېدو په حال کې دي.