-
د افغانستان د کډوالو د حقونو د سرغړونې دې مخنیوی وشي
Apr 20, 2025 00:52زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو، سیاست او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.
-
طالبانو په کندوز کې د خلکو د عکسونو او ویډیوګانو خپرول منع کړل
Apr 19, 2025 04:06طالبانو ویلي چې دوی په کندوز کې د اشخاصو د انځورونو خپرول منع کړي دي او دا د افغانستان څوارلسم ولایت دی چې د ټیلیویژني خپرونې یې اشخاصو له انځورونو او ویډیوګانو پرته خپریږي.
-
ټرمپ افغانستان کښې د پولیو په زیاتوالي کښې لاس لري
Apr 19, 2025 04:03د امریکا یو خبري اژانس راپور ورکړی چې د بهرنیو مرستو په بندیدو سره، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پیښې زیاتې شوي او احتمال شته چې دا ناروغي به د نړۍ نورو هیوادونو ته هم خپره شي.
-
پاکستان دې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ چلند وکړي
Apr 15, 2025 12:30زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانسان پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت پر ناوړه چلند خواشیني څرګنده کړې او له اسلام اباده یې غوښتي چې له کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړي.
-
طالبان غواړي افغان کډوال منظم کړي
Apr 15, 2025 01:57طالبان وايي چې د افغان کډوالو د تنظیم لپاره یو جامع پلان جوړوي
-
روسیه په سالنګ کښې نوي تونل جوړول غواړي
Apr 15, 2025 01:51د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي په سالنګ کې یې د نوي تونل جوړولو او یو شمېر نورو مهمو پروژو په اړه د روسیې سفیر په مشرۍ له یو پلاوي سره خبرې کړې دي.
-
د کډوالو په راستنیدو سره په افغانستان کې د خوړو ناامنۍ زور اخیستی
Apr 14, 2025 13:56د خوړو نړیوال سازمان ویلي دي چې افغانستان ته د کډوالو د راستنیدو څپه د هیواد د خوړو خوندیتوب ګواښي.
-
د افغانستان په بازار کښې د پاکستان ونډه زیاته شوې ده
Apr 14, 2025 08:01په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ودې د افغانستان په بازار کښې د صادراتي توکو په برخه کې د اسلام آباد ونډه ۸۴ سلنه زیاته کړې ده.
-
افغانستان کې د اروپا د استازي ماموریت پای ته ورسید
Apr 14, 2025 07:57د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د خپل ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ، که څه هم هغه وویل چې د افغانستان په وړاندې د شنه براعظم په چلند او تګلاره کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
-
افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
Apr 12, 2025 06:39د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو حالاتو او پیښو د جاجولو له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، نو هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.