-
د پاکستان او د افغانستان ترمنځ سرحدي شخړه شوي ده
Feb 23, 2025 01:23زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان او د افغانستان سرحدي ځواکونه په دوو سرحدي سیمو کونړ او ننګرهار کښې له یوبل سره ښکیل شوي دي.
-
د پاکستان لخوا د تورخم لویه لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې
Feb 22, 2025 12:33تورخم بندر کې د سرپرست حکومت کمیشنر عبدالجبار حکمت نن وویل چې پاکستان تېر ماښام د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله
-
کاناډا او ازبکستان د افغانستان په اړه خبري کړي
Feb 21, 2025 10:59د افغانستان لپاره د ازبکستان ځآنګړي استازي اسماعیل ایرګاشف او په تاشکند کې د کاناډا هېواد سفیر کریستوفرداګن د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي.
-
یو افغان سوداګر په کابل کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت طبي ښارګوټی جوړوي
Feb 21, 2025 03:50د افغانستان لوی پانګوال او د عزیزي بانک مالک میرویس عزیزي اعلان کړی چې د کابل په اتمه ناحیه کې به د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو طبي ښارګوټی جوړ کړي.
-
په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي
Feb 21, 2025 03:45په زابل کې د طالبانو سیمه ایز چارواک ویلي چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوه باروړونکي ټیلر او کوچني موټر ترمنځ د ټکر له امله ۷ تنه مړه شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.
-
۱۳ تنو ته د ترافيکي پېښو له امله په غزني ولايت کې مرګ ژوبله واوښته
Feb 20, 2025 10:46د غزني ولايت امنيه قوماندانۍ چارواکو ويلي چې د پنج شنبې په سهار د کابل کندهار پر لويه لار د غزني ولايت مرکز پاتي په سيمه کې د څلورو موټرو د ټکر له امله يو تن وژل شوی او ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.
-
د ننګرهار له مرکزي زندان څخه لسګونه زندانیان خوشې شول
Feb 20, 2025 10:43د ننګرهار د زندانونو چارو رئیس مولوي سهیل سعید وایي: د سترې محکمې د حکم له مخې د ننګرهار له مرکزي زندان نه ۷۰ تنه زندانیان خوشې او خپلو کورونوته ستانه شول.
-
عدليې وزارت د عبدالحکيم شرعي د استعفا خبر رد کړ
Feb 20, 2025 10:38د طالبانو د عدليې وزارت وياند د دغه وزارت د سرپرست عبدالحکيم شرعي د استعفا په اړه اوازې رد کړې او هغه يې په کلکه غندلي دي.
-
افغان طالبان د جرمونو د نړیوالې محکمې پر وړاندې هېڅ ډول ژمنتیا نه لري
Feb 20, 2025 07:57د افغانستان طالبانو اعلان کړی چې دوی د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) پر وړاندې هېڅ ډول ژمنتیا نه لري.
-
افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د ککړتیا لوړه کچه لري
Feb 20, 2025 07:47د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو او له جګړې څخه د پاتې چاودېدونکو توکو له امله د ککړتیا لوړه کچه لري.