-
د اسلامی ملګرتیاموسیسه او یوناما په افغانستان کې د ښځو د وضعیّت د ښه کولو لپاره سره ملګرتیا کوي
Feb 20, 2025 01:40پارس ټوډې- په افغانستان کې د ملګروملتو د سیاسی مرستیالۍ دپلاوي دفتر (یوناما) د افغان میرمنو اوانجونو د وضعیّت په باب د اسلامی ملګرتیا موسیسې سره ددغه اورګان د ګډې غونډې خبر ورکړ.
-
هېوادونه باید د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي
Feb 20, 2025 01:00د افغانستان د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په یوه غونډه کې د سوداګرو او د خیریه موسسو استازو څخه مننه وکړه چې له اړمنو افغان کډوالو سره یې مرسته کړې ده.
-
د افغانستان د ازادۍ جبهې په کندوز کې د تېرې شپې د چاودنې مسوول پر غاړه واخیست
Feb 19, 2025 11:03زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ازادۍ جبهې په کندوز کې د تېرې شپې د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې درې طالب جنګیالي وژل شوي دي.
-
سیاسي تبصره: د طالبانو له خوا له امریکا څخه د تاوان غوښتنه
Feb 18, 2025 11:03له افغانستان څخه د امریکایي پوځي تجهیزاتو او اکمالاتو د بیرته ستنولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ چې واشنګټن مکلف دی چې په افغانستان کې د رامنځته شوي ویجاړۍ تاوان ورکړي.
-
د طالبانو له انکار سره سره، نړۍ په افغانستان کښې د داعش د فعالیت کتونکې ده
Feb 18, 2025 07:50سره له دې چې طالبان وايي داعش په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی، خو دې ترهګرې ډلې په تېره اونۍ کې په افغانستان کې د څو بمي چاودنو مسئولیت پر غاړه اخیستې دی.
-
د ایران، افغانستان او روسیې ترمنځ سیمه ایزه همکاري حتمي ده
Feb 18, 2025 03:33په تهران کې د سیمه ایز امنیت کتنې تر عنوان لاندې د ایران، افغانستان او روسیې د مفکرینو په غونډه کې، د ایران، افغانستان او روسیې مفکرینو د تهران، کابل او مسکو ترمنځ سیمه ایزې ملګرتیاوې حتمي وبللې او اعلان یې وکړ چې د ایران او افغانستان تاریخي، مذهبي او کلتوري پیوستون، په ایران کې د میلیونونو افغانانو په حضور سره چې یوشمېر یې نخبگان دي، د افغانستان په راتلونکي کې د ایران د رول ارزښت څرګندوي.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وشو
Feb 18, 2025 03:06په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست "علیرضا بیکدلي" فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې له رسنیو سره په مرکه کې وویل، د ایران پالیسي دا ده چې له افغانستان سره خپلې پولې ټینګې کړي، څو د سوداګرۍ د اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ ښه شي. همدارنګه د فراه له والي "مولوي غوث الدین رهبر" سره د ایران د سفیر په کتنه کې، د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې د شته ننګونو د حل په موخه، یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
-
بریتانیا د ۲ زره افغان کمانډویانو پناه غوښتنې رد کړې
Feb 17, 2025 09:30د بریتانیا د دفاع وزارت تائید کړې چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.
-
په غور کې واورې ښویېدنې د دوو وروڼو په ګډون درې کسان مړه کړي
Feb 17, 2025 07:31د غور سیمه ایزو سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې درې کسان د واورې ښویېدنې «برفکوچ» په پېښه کې مړه شوي دي.
-
طالبانو په پاکستان کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي
Feb 17, 2025 07:14د افغان طالبانو د کډوالو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې په بلوچستان صوبې کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.