-
د طالبانو د حکومت پلاوی جاپان ته ځي
Feb 17, 2025 03:54تمه ده چې د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د لومړي ځل لپاره په یوه دیپلوماتیک سفر کې جاپان ته ولاړ شي.
-
طالبانو په بامیان کې یوه ښځه په دُرو ووهله
Feb 16, 2025 09:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ چې په بامیان کې یوه ښځه په دُرو وهل شوې ده.
-
تورن افغان د اسلامي انګېزې له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی
Feb 15, 2025 02:43د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو خېژولی دی.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 02:35د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
-
نن له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۶مه کلیزه ده
Feb 14, 2025 11:53طالبانو له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د شپږدیرشمې کلیزې په مناسبت ویلي چې دا ورځ «د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه» او له خدایه د «مننې» ورځ ګڼي او «خپلو ټولو مسلمانو او مجاهدو وروڼو» ته مبارکي وایي.
-
له افغانانو سره مرستې د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي
Feb 14, 2025 09:29د افغانستان له ګاونډي هېوادونو څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کېدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.
-
یوناما په کابل او کندوز کې د شویو چاودنو غندنه کړې
Feb 14, 2025 03:50په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په کابل او کندوز کې شوې چاودنې غندلې دي.
-
ملاعبدالغني برادر په دوحه کې د قطر له صدراعظم سره ولیدل
Feb 14, 2025 03:46د قطري رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغان ولس پر ستونزو او له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.
-
کابل کې د ښار جوړولو وزارت دروازه کې چاودنه شوې
Feb 13, 2025 11:04زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کابل کې د ښار جوړولو وزارت د ننه ځانمرګی بریدګر په نښه شوی.
-
د افغانستان د واقعي انځور د نندارې لپاره؛چکر؛ مستند فیلم جوړ شوی
Feb 13, 2025 02:43؛چکر؛ نومې مستند هره اونۍ مونږ ته دا فرصت راکوي څو دافغانستان له متفاوتې او حقیقي دنیا سره آشنا شو او او د هغو نه وئيل شوو قصو لیدو ته کیښنو چې ددغه ټاټوبی په زړه کې نغښتي دي.