فارسي د تاریخ اوتمدن ژبه ( اوولسمه برخه )
https://parstoday.ir/ps/news/art_and_literature-i179716-فارسي_د_تاریخ_اوتمدن_ژبه_(_اوولسمه_برخه_)
فارسي ژبه د نړۍ له لرغونو ژبو یوه ده. دا د پخوانیو نسلونو ارزښتناک میراث، د ایرانیانو او فارسي‌ژبو خلکو ملي پانګه او هویت دی. دا ژبه پیاوړی غنایي ادب او ارزښتناکې زېرمې لري. فارسي په ایران کې د خلکو اصلي ژبه ده او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق په ځینو برخو کې هم خلک پرې خبرې کوي.
(last modified 2026-10-10T08:56:24+00:00 )
Oct 10, 2026 11:47 Asia/Kabul
  • فارسي د  تاریخ اوتمدن ژبه  ( اوولسمه برخه )

فارسي ژبه د نړۍ له لرغونو ژبو یوه ده. دا د پخوانیو نسلونو ارزښتناک میراث، د ایرانیانو او فارسي‌ژبو خلکو ملي پانګه او هویت دی. دا ژبه پیاوړی غنایي ادب او ارزښتناکې زېرمې لري. فارسي په ایران کې د خلکو اصلي ژبه ده او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق په ځینو برخو کې هم خلک پرې خبرې کوي.

خوښ یو چې د دې اوږده او په زړه پورې سفر په دوام کې یو ځل بیا له موږ سره ملګري یاست؛ هغه سفر چې د فارسي ژبې تاریخ ته مو بیایي. دا هغه ژبه ده چې نن یې پېژنو او پرې خبرې کوو، خو ریښې یې تر هغه ډېرې لرغونې دي چې په لومړي نظر کې یې تصور کوو.

فارسي ژبه یوازې د خبرو اترو او د ورځنیو افکارو د څرګندولو وسیله نه ده؛ بلکې د پېړیو په اوږدو کې د هغو خلکو د تاریخ، کلتور، ادب او هویت یوه برخه پاتې شوې ده چې په پراخو سیمو کې اوسېدل. د نن ورځې فارسي ژبه د یوې اوږدې او پرله‌پسې تاریخي پروسې پایله ده؛ داسې ژبه چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې له بېلابېلو تاریخي پړاوونو تېرې شوې، بدلونونه یې موندلي او په هر پړاو کې یې د خپل تېر تاریخ یوه برخه له ځان سره ساتلې ده.

د نن ورځې د فارسي ژبې د پېژندلو لپاره یوازې وروستیو څو پېړیو ته کتل بسنه نه کوي. باید ډېر لرې تېر ته ولاړ شو؛ هغه وخت ته چې فارسي لا د نن ورځې په بڼه نه وه رامنځته شوې او د ایران په خاوره او شاوخوا سیمو کې بېلابېلې ژبې دود وې. ځینو دغو ژبو په مستقیم ډول او ځینو نورو د اړیکو او متقابلو اغېزو له لارې د ایراني ژبو په پرمختګ او جوړښت کې رول درلود.

په تېرو برخو کې مو د دغو سیمو له ځینو لرغونو تمدنونو او ژبو سره بلدتیا پیدا کړه او ولیدل مو چې د فارسي ژبې تاریخ څنګه رامنځته شوی دی. اوس غواړو د ایراني ژبو نړۍ ته یو بل ګام ورنږدې شو؛ هغو ژبو ته چې زموږ ایراني نیکونو په لرغونو زمانو کې پرې خبرې کولې. د دغو ژبو څېړنه موږ د فارسي ژبې لرغونو سرچینو ته رسوي.

نو راځئ چې د دې تاریخي سفر دوام په ګډه تعقیب کړو او وپوهېږو چې ایراني ژبې له کومه ځایه پیل شوې او د وخت په تېرېدو یې د بدلون او پرمختګ لاره څنګه وهلې ده.

په تېرو برخو کې مو واورېدل چې د فارسي ژبې د تاریخ د پېژندلو لپاره باید زرګونه کاله پخوا ته ورستانه شو؛ هغه وخت ته چې د نن ورځې په بڼه فارسي ژبه لا نه وه رامنځته شوې او بېلابېل قومونه د ایران په خاوره او شاوخوا سیمو کې اوسېدل.

په لومړي ګام کې مو له سومریانو سره بلدتیا پیدا کړه؛ هغه خلک چې د نړۍ له لرغونو تمدنونو څخه یې یو تمدن جوړ کړ او د میخي لیکدود په رامنځته کولو سره یې د افکارو، پوهې او تاریخي پېښو د ثبت لپاره نوې لاره پرانیسته. وروسته مو د عیلام تمدن ته پام وکړ؛ هغه تمدن چې د ایران په سوېل لوېدیځ کې رامنځته شو او ژبې یې د عیلامیانو د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته هم د هخامنشیانو په اداري نظام کې د کلونو لپاره خپل ځای وساته.

وروسته مو له سامي ژبو سره بلدتیا پیدا کړه؛ هغو ژبو سره چې د لرغوني نږدې ختیځ په پراخو سیمو کې دود وې او هرې یوې یې د تاریخ په یوه پړاو کې د ملتونو ترمنځ په سیاست، کلتور او اړیکو کې مهم رول لوبولی دی.

موږ واورېدل چې اکدي ژبه، له بابلي او آشوري څانګو سره، د اوږدې مودې لپاره د بین‌النهرین د سترو دولتونو ژبه وه. له هغې وروسته، آرامي ژبې ورو ورو ځانګړی اهمیت وموند او د لوېدیځې اسیا د ډېرو سیمو په ګډې ژبې بدله شوه. همدارنګه پوه شوو چې د هخامنشیانو په دوره کې آرامي ژبه د اداري مکاتباتو لپاره کارېده. وروسته بیا سریاني ژبې، چې د آرامي یوه څانګه ده، د لرغونې نړۍ د پوهې او کلتور په ساتنه او لېږد کې لویه ونډه لرله.

اوس، د دغو تمدنونو او ګاونډیو ژبو له پېژندلو وروسته، د دې وخت رارسېدلی چې د خپل سفر اصلي موضوع ته ورنږدې شو؛ یعنې هغو ژبو ته چې زموږ ایراني نیکونو پرې خبرې کولې.

له دې ځایه وروسته، زموږ د روایت لاره تر بل هر وخت ډېره د فارسي ژبې له تاریخ سره تړل کېږي؛ ځکه اوس د هغو ژبو څېړنه پیلوو چې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې یې د فارسي ژبې د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړه.

دا خپرونه په حقیقت کې د ایراني ژبو د کیسې پیل دی؛ هغه کیسه چې زرګونه کاله یې دوام کړی او په پای کې د نن ورځې فارسي ژبې ته رسېدلې ده.

کله چې د «ایراني ژبو» اصطلاح کاروو، ښايي په لومړي نظر داسې فکر وشي چې موخه ترې یوازې هغه ژبې دي چې د ننني ایران په جغرافیایي پولو کې دود وې. خو حقیقت دا دی چې په تېرو زمانو کې د ایراني قومونو د اوسېدو سیمه د ننني ایران تر پولو ډېره پراخه وه.

دغه قومونه د منځنۍ اسیا له سیمو څخه د ایران تر لوړو دښتو او شاوخوا سیمو پورې په پراخو جغرافیایي سیمو کې اوسېدل. د وخت په تېرېدو، هرې ډلې خپله ځانګړې د خبرو طریقه پیدا کړه. له همدې امله، هغه ژبې چې نن یې ایراني ژبې بولو، د ژبو او ګړدودونو یوه ټولګه ده چې ټولې له یوې ګډې ریښې څخه رامنځته شوې او د پېړیو په اوږدو کې هرې یوې خپله ځانګړې د بدلون لاره وهلې ده.

د دې بدلون د بهیر د ښه درک لپاره، څېړونکي ایراني ژبې پر دریو لویو دورو وېشي: لرغونې دوره، منځنۍ دوره او نوې دوره.

دا وېش یوازې د دې لپاره دی چې د وخت په تېرېدو د ژبې بدلونونه په اسانه وڅارو؛ ځکه ژبه هم د نورو ژوندیو پدیدو په څېر تل د بدلون په حال کې وي. کلیمې بدلېږي، د بیان طریقه بدلون مومي او کله ناکله د پېړیو په تېرېدو د ژبې ګرامر هم نوې بڼه خپلوي.

که نن زموږ فارسي ژبه له فردوسي سره توپیرونه لري او د فردوسي ژبه هم د هخامنشي پاچاهانو د ډبرلیکونو له ژبې سره یو شان نه ده، نو دا ټول توپیرونه د ژبې د طبیعي بدلون د همدې بهیر پایله ده.

لومړۍ دوره د لرغونو ایراني ژبو دوره ده؛ هغه دوره چې د ایراني ژبو تر ټولو لرغوني پېژندل شوي آثار ورپورې تړاو لري. دا ژبې د هغه وخت دي چې ایراني قومونه لا د خپلو سترو حکومتونو د جوړېدو په لومړیو پړاوونو کې وو او د خپلو نیکونو د ژبو ډېرې ځانګړنې یې ساتلې وې.

له دې دورې څخه دوه ژبې تر ټولو ډېرې پېژندل شوې دي: لرغونې پارسي او اوستایي ژبه. خو د دغو دوو ژبو ترڅنګ نورې ژبې هم موجودې وې. که څه هم له ځینو یې لږ لیکلي آثار پاتې دي او یا یې هېڅ لیکلی اثر نه دی موندل شوی، تاریخي سرچینې د هغوی د شتون یادونه کوي. په دغو ژبو کې مادي او سکایي ژبې هم شاملې دي.

ښايي دا پوښتنه پیدا شي چې که د مادي او سکایي ژبو ډېر لیکلي آثار نه لرو، نو څنګه د هغوی له شتون څخه خبر یو؟

ځواب دا دی چې تاریخ یوازې د کتابونو او ډبرلیکونو پر بنسټ نه لیکل کېږي. کله ناکله د خلکو نومونه، د ښارونو نومونه، هغه کلیمې چې په نورو ژبو کې پاتې شوې دي او د لرغونو تاریخ‌لیکونکو راپورونه، څېړونکو ته ارزښتناک معلومات ورکوي.

ژبپوهانو د دغو نښو په څنګ په څنګ اېښودلو سره توانېدلي چې د ایران په تاریخ کې د دغو ژبو د ځای او اهمیت نسبتاً روښانه انځور وړاندې کړي.

دا طریقه د یوې ماتې شوې نقشې د ټوټو راټولولو ته ورته ده؛ هره ټوټه په یوازې ځان بشپړ انځور نه شي ښودلی، خو کله چې ټولې ټوټې سره یوځای شي، اصلي انځور څرګندېږي.

د ایراني قومونو په منځ کې ماد قوم ځانګړی ځای لري. هغوی له لومړنیو ایراني قومونو څخه وو چې د ایران په لوېدیځو سیمو کې یې یو پیاوړی حکومت جوړ کړ او خپل نوم یې د دې خاورې په تاریخ کې ثبت کړ.

د هخامنشیانو له راڅرګندېدو مخکې، د ماد دولت د سیمې له مهمو قدرتونو څخه شمېرل کېده او د هغه وخت په سیاسي بدلونونو کې یې لوی رول درلود.

طبیعي ده چې داسې یو قوم خپله ځانګړې ژبه هم لرله؛ هغه ژبه چې نن یې د مادي ژبې په نوم پېژنو.

خو د مادي ژبې کوم خپلواک او بشپړ لیکلی متن نه دی پاتې شوی. د لرغونې پارسي ژبې برعکس، چې د هخامنشي پاچاهانو ډبرلیکونو یې بېلګې تر موږ پورې رسولې دي، د ماد قوم د ژبې بشپړ متن نه لرو.

ښايي په لومړي نظر داسې ښکاره شي چې له همدې امله د دې ژبې پېژندل ناشوني دي، خو داسې نه ده. څېړونکو د یوناني لیکنو، د لرغونې پارسي ډبرلیکونو او ان په ځینو ایراني ژبو کې د پاتې شویو کلیمو په څېړلو سره توانېدلي چې د دې ژبې ځینې ځانګړنې وپېژني.

یوه په زړه پورې خبره دا ده چې ځینې کلیمې چې وروسته په لرغونې پارسي یا نورو ایراني ژبو کې لیدل کېږي، ښايي ریښې یې مادي ژبې ته ورسېږي.

دا موضوع ښيي چې ایراني ژبې، سره له دې چې هرې یوې خپلې ځانګړنې لرلې، له یو بل څخه په بشپړ ډول جلا نه وې؛ بلکې د هغوی ترمنځ ژبنۍ او کلتوري راکړه ورکړه موجوده وه.

لکه څنګه چې نن هم د یوه هېواد بېلابېل ګړدودونه او ژبې پر یو بل اغېز کوي، په هغه وخت کې هم د ایراني ژبو ترمنځ دا ډول اړیکې موجودې وې.

خو ماد قوم د هغه وخت یوازینی ایراني قوم نه و. د ایراني سیمو په شمال او شمال ختیځ کې، په پراخو ځمکو کې نور قومونه هم اوسېدل چې په تاریخي سرچینو کې د سکایانو په نوم یاد شوي دي.

دغو قومونو هم خپله ځانګړې ژبه لرله؛ هغه ژبه چې څېړونکي یې سکایي بولي. د دې ژبې پېژندنه موږ سره مرسته کوي چې د لرغونو ایراني ژبو د پراخوالي په اړه بشپړ انځور ترلاسه کړو.

 

په دې توګه، په دې برخه کې مو د ایراني ژبو د پېژندلو په لاره کې یو بل ګام واخیست او له لرغونې دورې او د هغې د ځینو دودو ژبو سره مو لا ډېره بلدتیا پیدا کړه.

و مو لیدل چې د فارسي ژبې د تېر تاریخ د پېژندلو لپاره کله ناکله باید د لرغونو ژبو د پاتې شویو نښو او آثارو له منځه تېر شو او د دې اوږد تاریخ ټوټې سره یوځای کړو.

دا سفر لا هم دوام لري. په راتلونکو برخو کې به بیا هم د نورو ژبو او تاریخي دورو په اړه خبرې وکړو، څو وپوهېږو چې دا اوږده لاره څنګه لومړی منځنۍ پارسي، بیا نوې پارسي او په پای کې د نن ورځې فارسي ژبې ته ورسېده.

له تاسو څخه مننه چې په دې تاریخي سفر کې زموږ ملګري وئ. که د دې خپرونې په اړه وړاندیز، نیوکه یا نظر لرئ، خوښ به شو چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې له موږ سره شریک کړئ.

تر بلې برخې پورې مو لوی خدای ته سپارو او تاسو ته د ارامو او له برکته ډکو ورځو هیله کوو.