د بې ګناه وینه د ظالم لمن نیسي
د ایران منتخب ولسمشر د امریکې په کانګرس کې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هڅونې ته په غبرګون کې ټینګار وکړ: د بې ګناه وینه به هېڅکله د ظالم لمن پرې نه ږدي.
د اېرنا د خبر له مخې، د ایران منتخب ولسمشر "مسعود پزشکیان" د امریکا په کانګرس کې د بنیامین نتانیاهو د حضور او وینا په تړاو په غبرګون کې د ایکس ټولنیزې شبکې په خپل کاروونکي اکاونټ کې لیکلي، نه د بې ګناه کسانو او بې کوره ماشومانو د وژلو جرم له پامه غورځولی شو او نه هم کولای شو چې مجرم په ولاړې ستاینې سره پاک کړو.
په امریکا کې د "بنيامين نتنياهو" د حضور په اړه په دغه هېواد کې د خلکو له اعتراضونو سره سره، د کانګرس استازو په کانګرس کې د اسرائيلو لومړی وزير د وينا پر مهال څو څو ځلې تشويق کړ.
د صهيونیسټي رژيم لومړی وزير "بنيامين نتنياهو" د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۴ نېټه په غزې تړانګه کې د فلسطينيانو د بد وضعيت له يادونې پرته، د ايران او د فلسطين د ملت په هکله بې بنسټه ادعاګانې وکړې.
په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه په داسې حال کې دوام لری چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې د وروستیو احصائیو له مخې، څه دپاسه ۳۹ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۸۹ زره ژوبل شوي دي.