کرملین: پوتین د پزشکیان سره لیدو ته لیواله دی
- د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله څرګنده کړه چې د ایران له نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره وویني
ایرنا نن دوشنبه پخپل را پور کې ویلي: د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي: چې په ګازان کې د برېکش غړو سرمشریزه کې د ایران نوي ولسمشر ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او زیاته کړې، چې جمهور رئيس ولادیمیر پوتین سترګې په لاره دی چې د له مسعود پزشکیان سره وویني.
تر دې وړاندې د جولای په اتمه د روسيې ولسمشر خپل ايراني سيال ته د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې په ټاکنو کې د بريا له امله مبارکي ورکړې وه.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې پزشکیان هم له خپل روسي سیال سره په کازان کې د بریکس د غونډې په څنډه کې، د تهران او ماسکو ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د مسودې د لاسلیکولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
روسیه چې په 2024 کال کې د بریکس ګروپ دوره یي مشري په غاړه لري، د اکتوبر په 22-24 کې به په ګازان ښار کې د دې ډلې د سرمشریزې د غونډې کوربه توب وکړي.
د ایران اسلامي جمهوریت د روان میلادي کال له پیل څخه له دغه ډلې سره یو ځای شوی دی.
BRICS د یوې ډلې نوم دی چې مشري یې د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو لخوا ترسره کیږي چې د 1990 لسیزې په نیمایي کې د امریکا د یو اړخیزه کړنو له امله د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا د انګلیسي نومونو د ابتکاراتو په یوځای کولو سره رامینځته کړی دی.