برازیل کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۶۱ کسان وژل شوي
(last modified Sat, 10 Aug 2024 01:43:32 GMT )
Aug 10, 2024 06:13 Asia/Kabul
  • برازیل کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۶۱ کسان وژل شوي

زمونږخبریال راپور راکړی د برازیل په ساو پاولو کې یوه الوتکه، چې ۵۷ مسافر او څلور تنه د عملې غړي په کې سپاره وو، لوېدلې او ټول کسان وژل شوي.

مخکې په دې الوتکه کې د سپرو مسافرو شمېر ۵۸ ښودل شوی و.

د اووپاس هوايي شرکت ویلي، دوه انجن لرونکې الوتکه د سویلي پارانا ایالت له کاسکاویل څخه د ساو پاولو ښار مرکزي هوايي ډګر ته روانه وه.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې، چې الوتکه په عمودي توګه ښکته کېږي او په همدې حالت کې غورځي.

هوايي شرکت په یوه بیان کې ویلي:

"تر اوسه دا نه ده تائید شوې، چې پېښه څنګه رامنځ ته شوې او یا په الوتکه کې د سپرو کسانو اوسنی وضعیت څنګه دی."

ځاي چارواکو ویلي، الوتکه د استوګنې پر یوې ودانۍ لوېدلې ده.

پولیس او د اور وژنې خدمات د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا ډا سلوا په یوه غونډه کې، چې نوموړي په کې وینا کوله د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.

هغه په ​​ټولنیزو رسنیو کې په "ډېره خواشینۍ" سره خبر خپور کړ:

"ډیر خواشينونکې ده. زه د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره خپله غم شریکي‌ کوم.

 

ټیګونه