د جرمني په یوه ښار کې د چاقو په برید کې څو تنه وژل شوي
Aug 24, 2024 06:07 Asia/Kabul
د جرمني پولیس وايي، په سولینګن ښار کې د چاقو په برید کې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بیلډ ورځپاڼه وایی، په دې پېښه کې چې د جمعې په ماښام د ښار په مرکز کې د یوې مېلې په لړ کې وشوه لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ورځپاڼې په وینا، برید په ځايي وخت له مخې د شپې په ۲۱:۴۵ بجو شوی دی.
داسې انګیرل کیږي چې برید کوونکی له پیښې څخه تښتیدلی او د پولیسو له خوا تعقیب کیږي. د پولیسو هلیکوپترونه پر ښار راګرځي.
دغه برید د ښار د ۶۵۰مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې شوی دی.
د ښار چارواکو له خلکو وغوښتل چې د مېلې له ځایه ووځي، او پولیس امنیتي کټارې جوړوي.
د راپورونو له مخې، بیړنی عمله په پیښه کې د ټپیانو درملنه کوي.
ټاکل شوې وه چې فیستوال په دغه ښار کې د یکشنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.