د شهید اسماعیل هنیّه د وینې غچ اخستل قطعي دي
(last modified Tue, 27 Aug 2024 00:47:28 GMT )
Aug 27, 2024 05:17 Asia/Kabul
  • د شهید اسماعیل هنیّه د وینې غچ اخستل قطعي دي

سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز  سردار محمد باقری د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل  هنّیه  د وینې غچ اخستل قطعی وبلل.

ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، سردار محمد باقري  پرون  په یولړ دستورو کې  د  فلسطین د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیّه  دناځوانمردانه ترور ته په اشارې ره  ووئيل؛ دغه پيښه نه هیریدونکې ده  او د شهید اسماعیل هنیّه   د وینې غچ  اخستل د مقاومتي چورلیز او دایران داسلامی جمهوریت په وسیله  قطعي دي.

سردار باقری ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران  د دښةن  درسندوئي خوځښتونو او لومو   کې نه ښکیلیږي ،زیاته کړه، د ایران اسلامی جمهوریت  د غچ اخستلو لپاره پخپله فیصله کوي  او  مقاومتي چورلیز  به هم په دې لړ کې هماغه شان چې  دوه ورځې مخکې مو ولیدل  پخپلواکه او جلا بڼه  عمل وکړي.

د ایران د پوځ لوی درستیز  په امریکا کې ترینګلتیاؤ او بلاغوښتي کړچار ته په  اشارې سره  ووئیل، امریکا په ختیخي آروپا کې ښکیله ده او د ختیځي آسیا بدلونونه  هم تعقیبوي ، خو څه خاص سټراټژي نه لري  او په عین حال کې په غزې کې  داور بند په وړاندې هیڅ اقدام نه کوي او د وسلو او تجهیزاتو په لیږد سره  به بشبړ ډول  دصهیونیسټي رژیم هراړخیز ملاتړ کوي. چې بلاخره  به ئې هم نتیجه وویني او په سپین سترګیتوب سره به  پخپلو کړنو پښمانه شي.

 

ټیګونه