پزشکیان: سوله په نړۍ کې باید د جګړې ځای ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152600-پزشکیان_سوله_په_نړۍ_کې_باید_د_جګړې_ځای_ونیسي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې سوله او امنیت باید په نړۍ کښې د جنګ او وینې تویولو ځای ونیسي وویل: ایران هغه څه نه دي چې د نړۍ په رسندویو کې ښودل کیږي او مونږ له ټولې نړۍ سره په سوله او امنیت کښې ژوند کولو ته چمتو یو.
(last modified 2024-09-23T22:39:00+00:00 )
Sep 24, 2024 02:50 Asia/Kabul
  • پزشکیان: سوله په نړۍ کې  باید د جګړې ځای ونیسي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې سوله او امنیت باید په نړۍ کښې د جنګ او وینې تویولو ځای ونیسي وویل: ایران هغه څه نه دي چې د نړۍ په رسندویو کې ښودل کیږي او مونږ له ټولې نړۍ سره په سوله او امنیت کښې ژوند کولو ته چمتو یو.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په نیویارک کښې د امریکا د رسنیو له مسئولانو سره په کتنه کښې وویل: مونږ له نړۍ سره  په سالمو او برابرو اړیکو باور  لرو او باور لرو چې په نړۍ کښې سوله او امنیت ټینګ شی. باید د جګړې او وینې تویولو ځای ونیسي، او دا چې خلک باید یو بل ونه وژني.

هغه څرګنده کړه: په نړیوالو اړیکو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت لومړیتوب د ګاونډیان دي چی  د پولو د حدودو ، حریم او امنیت په ساتلو سره یو له بل سره تفاهم او د هر هغه اقدام مخنیوی وکړو  چې زمونږ د هر یوه  داخلي امنیت ته زیان رسوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو سره چې ایران په زرګونو کاله لرغونی تمدن لري وویل: مونږ هغه څه نه یو چې د نړۍ رسنۍ د ایران په هکله ښکاره کوي، مونږ په ټولیزه توګه په سوله او امنیت کښې ژوند کولو ته چمتو یو. مونږه  د ناارامۍ  په لټه کې نه یو.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرچې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په ۷۹مه غونډه کښې یې ګډون کړی ، د اروپا د شورا له مشر چارلس میشل سره  هم کتنه او خبرې اترې وکړې.