د صهیونیسټ بندیانو کورنیو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152754-د_صهیونیسټ_بندیانو_کورنیو_د_لومړي_وزیر_پرضد_مظاهرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د بندیانو یوشمیر کورنیو په نیواکي قدس کښې د لومړي وزیر د سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې.
(last modified 2024-09-30T09:01:30+00:00 )
Sep 30, 2024 12:56 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ بندیانو کورنیو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د بندیانو یوشمیر کورنیو په نیواکي قدس کښې د لومړي وزیر د سیاستونو پرضد مظاهرې وکړې.

د صهیونیسټ رژيم د بندیانو یوشمیر کورنیو نن په قدس نیواکي ښار کښې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سیاستونو پرضد غونډه وکړه او هغه یې تر ټولو ستر دروغجن وباله.

د صهیونیسټ رژیم د بندیانو کورنیو په دغه غونډې کښې لومړی وزیر نتانیاهو د صهیونیسټ رژيم دښمن وباله او ویې ویل: لومړی وزیر نشي کولای له غزې تړانګې څخه د بندیانو په بیرته ستنولو کښې د ماتي خوړلو داغ پاک کړي.

د فلسطین مقاومت غورځنګ حماس د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه په طوفان الاقصی عملیاتو کښې د غزې تړانګې په ګاونډ کښې صهیونیسټ میشته ښارګیو ته ورننوت او کابو دوه سوه پنځوس صهیونیسټان یې ونیول.

مخکې هم د صهیونیسټ بندیانو کورنیو د جنګ د ختمولو او د اوربند د خبرو نتیجې ته د رسولو لپاره په لومړي وزیر نتانیاهو باندې د امریکا د دباو د راوستلو او د واشنګټن د لاسوهنې غوښتنه کړي وه.

د اسرائیلو د بندیانو کورنیو په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ حماس غورځنګ په جولاۍ میاشت کښې د بندیانو د تبادلې له موافقې سره موافقت کړی خو نتانیاهو دغه خبرې مسخره کړې نو ځکه خو د امریکا حکومت باید نتانیاهو ته اجازه ورنکړي چې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.