اسلامي ایران د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم له ناامنۍ سره مقابله کوي
(last modified Fri, 04 Oct 2024 00:10:28 GMT )
Oct 04, 2024 04:40 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم له ناامنۍ سره مقابله کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره که چیرې صهیونیسټ رژيم غلطۍ وکړي نو د تهران له محکم او پریکنده ځواب سره په مخامخ شي وویل

د ایران اسلامي جمهوریت د اسرائیلو د نسل وژونکي رژيم لخوا په سیمه کښې د ناامنۍ له رامینځته کولو او د کړکیچ له پراخولو سره مقابله کوي.

هغه پرون په دوحې کښې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په ګډ خبري کانفرنس کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره که چیرې صهیونیسټ رژيم تیروتنه وکړي نو د ایران اسلامي جمهوریت به ورته پریکنده او محکم ځواب ورکړي زیاته کړه د ناامنۍ رامینځته کول او د کړکیچ پراخول په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم پلید هدفونه دي.

پزشکیان په دې خبرې سره چې ایران د سیمې امنیت د ځان او د ټولو مسلمانانو امنیت ګڼي وویل ایران د سولې او د ارامښت غوښتنه کوي خو دا صهیونیسټ رژیم دی  چې کوشش کوي سیمه ناامنه کړي.

د ایران ولسمشر پزشکیان په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رسمي میلمه په توګه د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور ته په اشارې سره وویل لویدیځو هیوادونو له ایران څخه وغوښتل چې تهران دې  اسرائیلو ته غبرګون ونه ښي چې په غزې تړانګه کښې د اوربند بهیر په چټکې سره نتیجې ته ورسیږي خو صهیونیسټ رژيم د خپلې وژلې د ماشین د بندولو پرځاې نور هم پسې سپین سترګی شو او په غزې سربیره یې په لبنان باندې هم حمله وکړه.

هغه ټینګار وکړ امریکا او لویدیځ هیوادونه باید په سیمه کښې له خپل عامل(اسرائیلو ) وغواړي  چې له وژلې او جنایت لاس واخلي او سیمه ناامنه نکړي ځکه چې ناامنۍ د هیڅ چا او د هیڅ حکومت او حتی په خپله د اروپايي هیوادونو او د امریکا په ګټه هم نه ده.

 

ټیګونه