طوفان الاقصی عملیات د اسرائیلو د زوال زیری ورکونکي دي
(last modified Mon, 07 Oct 2024 09:09:19 GMT )
Oct 07, 2024 13:39 Asia/Kabul
  • طوفان الاقصی عملیات د اسرائیلو د زوال زیری ورکونکي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د باندې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر «خالد مشعل» وویل: د طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټ رژيم په تاریخ کښې تور ټکی او په نږدې راتلونکي کښې د دغه رژیم د زوال زیری ورکونکی دی.

خالد مشعل وویل د طوفان الاقصی عملیات له صهیونیسټ رژيم سره په مبارزې کښې نوی پړاو رامینځته کړ او د دغه جعلي رژيم په تاریخ کښې به تور ټکی پاتې وي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر ډاګینه کړه : صهیونیسټ رژیم ماتي خوړلي ده او ناکامه دی او د مقاومت غونډونو د صهیونیسټ رژیم له ټولو جنایتونو سره سره د بریالیتوب حماسه رامینځته کړه.

د فلسطین دغه چارواکي دې ته په اشارې سره چې د طوفان الاقصی عملیاتو اسلامي امت متحد کړ او د فلسطین د ټاټوبي ازادول یې چټک کړل او د اسرائیلو رژیم یې د صفر(square zero”)ټکي ته  ورستون کړ زیاته کړه : د صهیونیسټ رژيم د رسنیو نظر سنجیانې د اسرائیلو د ماتي د خوړلو، او د فلسطین له ټاټوبي  څخه د قدس د نیواکګرانو د تښتیدا او د غزې تړانګې په سرحد کښې له وسیدو د هغوې د ویریدا ښودنه کوي.

خالد مشعل په دې خبرې سره چې طوفان الاقصی عملیاتو د صهیونیسټ رژيم  حقیقي څیره وښودله او د فلسطین مسله د توجهاتو مرکز ته ورستنه شوه وویل دغو عملیاتو د قدس د یهودي کولو پلان شنډ کړ.

 

ټیګونه