د نتنیاهو له فرمانه د صهیونیسټي پوځیانو ډډه کول زیات شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153050
سحاب – د صهیونیسټي پوځیانو یو شمیر مامورانود اسرائيلو نسل وژونکي رژیم لومړي وزیر  ته په یوه ښکاره خبرداري کې  اعلان کړی دی،د بندیانو د مبادلې او د اور بند له ټینګیدا سره د نه پخلا کیدا په بڼه کې به له پوځي خدمته ډډه وکړي.
(last modified 2024-10-10T08:28:58+00:00 )
Oct 10, 2024 12:55 Asia/Kabul
  • د نتنیاهو له فرمانه د صهیونیسټي پوځیانو ډډه کول زیات شوي دي

سحاب – د صهیونیسټي پوځیانو یو شمیر مامورانود اسرائيلو نسل وژونکي رژیم لومړي وزیر  ته په یوه ښکاره خبرداري کې  اعلان کړی دی،د بندیانو د مبادلې او د اور بند له ټینګیدا سره د نه پخلا کیدا په بڼه کې به له پوځي خدمته ډډه وکړي.

مهر خبری آژانس  راپور ورکړی،د اسرائيلی رسندویو د راپورونو په اساس ددغه رژيم د پوځ په سلګونو پوځيانو ددغه رژيم د لومړي وزیربنیامین نتنیاهو د کابینې په ضد په ښکاره خبرداري کې  وئیلي دي که داسرائيلي  او فلسطینی بندیانو د مبادلې لپاره پر اوربند موافقه ونشي ،نو  له پوځي خدمته به ډډه وکړي.

د فلسطین شهاب خبری آژانس  هم د صهیونیسټي رژیم  د جنګی کابینې  دمشرانو  په ضد ددغه وحشي رژيم د پوځ د  پوځیانو او د ښارګوټو د اوسیدونکو صهیونیسټانو ترمینځ د درز او  اعتراضونو د زیاتیدا خبر ورکړ.

په نیواکي ټاټوبو  کې د روغتیائي ادارو سرچینو هم منلې ده چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې  راهسې تراوسه پورې  د لبنان  له خوا  په دوامدارو توغندوي حملو پسې نولس زره پنځه سوه  صهیونیسټي پوځیان د نیواکي فلسطین په شمال کې روغتونونو ته منتقل شوي دي. داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې د صهیونیسټي جنایتکار رژيم وحشي لومړی وزیر نتنیاهو  د لبنان د اسلامی مقاومت په ضد  په تش دړکو سره مدعي شوی ؤ چې په لبنان  دتوغندوي حملو په پراختیا سره  به د نیواکي ټاټوبو شمالي ښارګوټو ته  صهیونیسټي کډوالو بیرته ستنیدا زر پیل شي، خو داسې ښکاری  کډوال دبیرته ستنیدا په ځاي له نیواکي ټاټوبو څخه په پښو سپکولو پسې شوي دي.