د ایران ولسمشر له ترکمنستان سره د اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ
د ایران ولسمشر وویل، له ترکمنستان سره د ایران د اړیکو پراخول، د شمال -جنوب کرېډور په پراختیا کې اغېزمن دي.
د پنجشنبې په مازدیګر ( د اکتوبر په ۱۰مه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ترکمنستان د ولسمشر سردار بردي محمدوف په بلنه، په دوه ورځني سفر د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ولاړ.
د ایران ولسمشر به د "د زمانې او تمدنونو د متقابل ارتباط - د سولې او پرمختګ بنسټ" په نړیوال کنفرانس کې چې د ترکمن ستر شاعر "مختومقلي فراغي" د ۳۰۰یمې کلیزې په مناسبت جوړېږي، ګډون او وینا وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان عشق آباد ته له تلو مخکې وویل، د ایران د څوارلسم حکومت لومړیتوب له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو پراخول دي او ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې به، له ترکمنستاني چارواکو سره په اقتصادي مسایلو، د تیلو او ګازو د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړي.
د ایران ولسمشر همداراز وویل، ایراني ترکمن شاعر مختومقلي فراغي د ترکمن کلتور په جوړولو او پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.
د دغه راپور له مخې، د ایران ولسمشر به د «د زمانې او تمدنونو د ارتباط د سولې او پراختیا اساس» د نړیوال کنفرانس په څنډه کې، د روسیې، تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.