په ګولاني لیوا حمله د حزب الله د وسونو یوه کوچنۍ برخه ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله نن سهار وختي صهیونیسټ رژیم ته ګواښ وکړ او ویې ویل: د دښمن غوږونو ته دغه خبره رسوو هغه څه چې نن ورځ یعني په ګولاني لیوا باندې حمله تاسو ولیدله یوازې د هغو حملو یوه کوچنۍ برخه ده چې باید انتظار یې وکړئ.
د لبنان د اسلامي مقاومت د عملیاتو کوټې په یوې بیانیې کښې وویل مونږ د اسرائیلو په عکا او حیفا سیمو باندې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو برید وکړ په دې ډول چې زمونږ بې پایلوټه الوتکې له ریډارونو تیرې شوي او په بنیامینا سیمه کښې د ګولاني لیوا د روزنې مرکز ته ورسیدلې.
د لبنان د حزب الله د عملیاتو کوټې وویل د دغه حملې هدف دا و چې دښمن پوه کړو او د خپل توان یوه برخه په هر وخت یا هر ځاې کښې چې وغواړو هغه دښمن ته وروښیو.
حزب الله وویل زمونږ په ښاریزو باندې د اسرائیلو تیري به سبب شي چې حیفا د نیواکي فلسطین په شمال کښې د کریات شمونا په شان زمونږ د توغندیو په شیشت کښې ووسي.
د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله غورځنګ د عملیاتو کوټې وویل دښمن داسې فکر کاوه چې زمونږ د قومندانانو او د مشرانو له ټرور وروسته به مونږ نور د دې جوګه نه وو چې صهیونیسټ رژیم ته ګواښ وکړو.
حزب الله ټینګار وکړ که چیرې دښمن وغواړي د لبنان او د غزې د خلکو پرضد تیریو ته دوام ورکړي نو زمونږ حملې به نورې هم زیاتې شي.
صهیونیسټ رژيم د حزب الله په پروني برید کښې د خپلو څلورو عسکرو هلاک کیدل تائید کړي دي.