د ایران خارجه وزیر د سولې او د امنیت په ټینګولو تاکید وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د نړیوالې سولې او د امنیت د ټینګیدا غوښتنه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د عراق له ولسمشر عبداللطیف جمال رشید سره په کتنه کښې په سیمه کښې د تاوتریخوالو او د بدلونونو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د نظرونو په بیانولو سره وویل د لبنان او د غزې تړانګې پرضد د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم پوځي تیري د نړیوال دود او د قوانینو خلاف ورزۍ ده.
د عراق ولسمشر عبداللطیف جمال رشید دغه راز په دې خبرې سره چې په لبنان او غزې تړانګه کښې د جنګ دوام په سیمه او ټوله دنیا کښې امنیت ، سولې او ثبات ته ګواښ کوي د فلسطین او د لبنان پرضد د صهیونیسټ غاصب رژیم د پوځي تیریو د ختمولو او په سیمه کښې د جنګ د پراخولو د مخنیوي لپاره په سملاسي هڅې ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي عراق ته په سفر کښې د دغه هیواد له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني ، خارجه وزیر فواد حسین او نورو چاروکو سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو او د سیمې د بدلونونو په هکله خبرې کړي دي.