په بیلابیلو زمینو کښې د سیمې د هیوادونو اړیکې باید پراخې شي
(last modified Mon, 14 Oct 2024 00:17:21 GMT )
Oct 14, 2024 04:47 Asia/Kabul
  • په بیلابیلو زمینو کښې د سیمې د هیوادونو اړیکې باید پراخې شي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل، د سیمې د نن ورځې شرایط له بل هر وخت څخه زیات دا ایجابوي چې د اقتصادي ، د سیاسي ، د دفاعي او د امنیتي مسائیلو په حوزه کښې له یوبل سره د سیمې د هیوادونو اړیکې پراخې شي.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د سویزرلینډ هیواد په جینیوا ښار کښې د اسلامي هیوادونو د پارلمانونو د مشرانو د غونډې په څنګ کښې د متحده عربي اماراتو د پارلمان له مشر صفر غباش سره په کتنه کښې زیاته کړه د اقتصادي ،د سیاسي ، د دفاعي او د امنیتي مسائیلو په حوزه کښې له یوبل سره د سیمې د نورو هیوادونو د اړیکو پراخیدل په داسې شرایطو کښې چې د لبنان او د فلسطین په شمول د سیمې د هیوادونو لپاره ترخې پیښې رامینځته شوي دي ډیر مهم دي.

قالیباف په بیروت کښې د لبنان له چارواکو سره د تیرې شنبې ورځ کتنې ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم لبنان ته د مرستو د ورتلو اجازه نه ورکوي په داسې حال کښې چې د لبنان خلک له بل هر وخت څخه زیات مرستې ته ضرورت لري.

د متحده عربي اماراتو د پارلمان مشر هم د فلسطین په هکله د خپل هیواد دریځ ته په اشارې سره وویل د اوسنیو شرایطو د دوام په بڼه کښې ویره شته چې په سیمه کښې جنګ پراخ شي له دې کبله د سیمې هیوادونه باید په خپل حکمت او پوهې سره هڅه وکړي چې سیمه له مخ ته پراته کړکیچ څخه لیري کړي او د راتلونکو کړکیچونو مخنیوی هم وکړي.

 

ټیګونه