صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب کښې کلسټر بمونه کارولي دي
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړ د لبنان حزب الله غورځنګ وویل، د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم په کلسټر بمونو سره د لبنان په سرحدي ښارونو باندې بمباریانې کوي.
د لبنان حزب الله پرون په یوې بیانیې کښې په جنوب کښې د سرحدي ښارونو پرضد له کلسټر بمونو د اسرائیلو رژیم د استفادې د غندلو په ترڅ کښې وویل د اسرائیلو پوځ د حنین او د تیري ترمینځ په یوې سیمې باندې د ممنوعه کلسټر بمونو په لرونکو راکټونو سره سره بمباریانې کړي دي.
د لبنان د حزب الله په بیانیې کښې ویل شوي دي له کلسټر بمونو استفاده هغه نوی وحشیانه جنایت دی چې د لبنان او د فلسطین د ملتونو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو په مخینې کښې ورزیات شوی.
د جینیوا د کنونشن پراساس ګڼ نفوسه سیمو یا هلته نږدې سیمو کښې له کلسټر بمونو استفاه ممنوع ده ځکه چې دغه بمونه د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ کوي.
د صهیونیسټ جنایتکار رژیم پوځ د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له درویشتمې نیټې راهسې د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې پراخې حملې پیل کړي دي چې اوس هم دوام لري.