د لبنان حزب الله غورځنګ زیاتې وسلې په اختیار کښې لري
(last modified Mon, 14 Oct 2024 01:18:41 GMT )
Oct 14, 2024 05:48 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله غورځنګ زیاتې وسلې په اختیار کښې لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا نیشنل انټرسټ ورځپاڼې اعتراف وکړ د لبنان حزب الله ګڼ شمیر وسلې لري چې ممکنه ده د اسرائیلو په ځمکنۍ حملې کښې ترې استفاده وکړي.

دغه ورځپاڼې پرون وویل صهیونیسټ رژيم باید په سیمه کښې د خپلې بدمعاشۍ د پایلو په هکله هوښیار ووسي د لبنان د حزب الله پرضد د اسرائیلو رژیم لخوا هر ډول اقدام سبب نشي کیدلای چې تل اوی د طوفان الاقصی د عملیاتو له دباونو څخه ووځي.

د امریکا نیشنل انټرسټ ورځپاڼې زیاته کړه اسرائیل یوځل بیا په دوه لارې کښې ورغلی د لبنان پرضد د صهیونیسټانو حملې زیاتې شسوي ځکه چې تل اویو فکر کوي چې دغه اقدام د تاوتریخوالو د کمیدا سبب کیدلای شي په داسې حال کښې چې د صهیونیسټ رژیم حملې ممکنه ده چې ګیر چاپیر سیمو ته هم وغځول شي.

دغه ورځپاڼه لیکي د جنګ پراخول به د صهیونیسټ رژیم لپاره ډیر خطرناک وي او د تل اویو لپاره په بیلابیلو جبهو کښې د پراخ جنګ د رامینځته کیدا خطر رامینځته کوي او دا د صهیونیسټ رژیم لپاره یوه غمیزه ده چې اقتصاد یې کړکیچ وهلی دی او د هغه نړیوال ځایګی هم ډیر کمزوری شوی دی.

نیشنل انټرسټ ورځپاڼه زیاتوي د طوفان الاقصی عملیات د اسرائیلو په کابینې ، د جاسوسۍ په ادارو او پوځ باندې د صهیونیسټانو د اعتماد د ختمیدا سبب شوی دی او دغو ارګانونو د ورکړل شویو ګوزارونو اندازه په کامل ډول معلومه ده.

 

 

 

ټیګونه