امریکا، اسرائیلو ته د تاډ توغندوي دفاع سیسټم ورکوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل چې واشنګټن به په اسرائیلو کښې د توغندوي ضد سیسټم او پوځي عمله دیره کړي چې خپل ائتلافي اسرائیل د ایران له بالقوا توغندوي حملو څخه خوندي وساتي.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت دفاع وزیر لئونیډ اسټین ته په اسرائیلو کښې د تاډ د توغندوي ضد سیسټم او د امریکا د پوځ د اړونده عملې د دیره کیدا اجازه ورکړي ده چې د اسرائیلو پرضد د ایران له توغندوي حملو وروسته د اسرائیلو هوايي دفاع سیسټم پیاوړی کړي.
څرنګه چې د اسرائیلو نیواکګر او جنایتګر رژيم د لبنان او د فلسطین د بې ګناه خلکو پرضد جنایتونو او حملو ته دوام ورکړی دی د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر اسرائیل کاتز دغه خبره تکرار کړه چې دغه رژیم د ایران د توغندوي حملې په غندلو کښې د پاتې راتلو په خاطر د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ناخوښ سړی ګڼي او هغه دغه کړچار د یهود ضد او د اسرائیلو ضد وباله،
د اسرائیلو د خبیث رژیم خارجه وزیر اسرائیل کاتز د اکتوبر د میاشتې په دوهمه نیټه ویلي وو زه اسرائیلو ته د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش د ورتلو مخه نیسم ځکه چې هغه د ایران توغندوي حمله نه ده غندلي.
د ایران اسلامي جمهوریت د اکتوبر د میاشتې په لومړۍ نیټه په اسرائیلو نیواکګر رژیم باندې څه د پاسه یوسل اتیا توغندي ورویشتلي وو چې نوي(۹۰) فیصده یې په ټاکل شویو هدفونو لګیدلي وو او د اسرائیلو پوځي او استخباراتي مرکزونو ته یې زیات تاوانونه هم رسولي دي.