فلسطین ددرستې نړۍ لومړنۍ موضوع ده
(last modified Fri, 18 Oct 2024 00:22:11 GMT )
Oct 18, 2024 04:52 Asia/Kabul
  • فلسطین ددرستې نړۍ لومړنۍ موضوع ده

د ایران داسلامی شورا مشر ووئيل ، د فلسطین موضوع د شهیدانو د وینې په برکت سره  اوس ددرستې نړۍ لومړنۍ موضوع شوې ده

ایسنا خبري آژانس راپو ر ورکړی،  د ایران د اسلامی  شورا مشر محمد باقر قالیباف  پرون  په تهران کې ؛په مسافرۍ کې  مجاهدان ؛نومې  سمینار کې  پخپلې وینا کې ووئيل، د فلسطین موضوع  او د اسرائيلو له نسل  وژونکي رژيم سره مبارزه  دایران له پولو ورآخوا رسیدلې او حتی د امریکا او اروپا  ټولنې ته رسیدلې ده .

د ایران د پارلیمان مشر  زیاته ک ړې ده ، له دې ترمخکې پورې فلسطین د اسلامی  نړۍ  لومړنۍ موضوع  ښکارول کیدله  او علت ئې  هم  هغه مسئولیّت ؤ چې   په لومړۍ مرحلې کې  د دیني او اعتقادي پلوه و مسلمانانو او  اسلامی هیوادونو سره اړونده بلل کیدله ،خو  اوس دغزې په روان جنګ پسې فلسطین  د یوې ملی او اسلامی مسئلې په توګه نه ،بلکې  د یوې انساني مسئلې په توګه مطرح شوې ده.

 د و حشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د پوځ په لاس له هر اړخیزو  جنایتونو سره سره ،دغه جنایتکار او نیواکګر رژيم اعترا فکړی دی چې له یوه کلن جنګه وروسته تر اوسه پورې نه دي توانیدلی   ددغه جنګ  په دوام کې خپلو  موخو ته یعني د حماس غورځنګ نابودولو او له غزې تړانګې څخه د صهیونیسټي بندیانو په بیرته ستنولو کې بریالي شوي نه دي.

 

ټیګونه