پر یمن د امریکا برید به بې ځوابه پاتې نه شي
(last modified Fri, 18 Oct 2024 09:19:50 GMT )
Oct 18, 2024 13:49 Asia/Kabul
  • پر یمن د امریکا برید به بې ځوابه پاتې نه شي

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ په یو بیانیه کې پر یمن باندې د امریکا او برطانیې د حملو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې امریکا د سیمې د ولسونو په خلاف د صهیونیسټي نیواک د جنګ مشري کوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د فلسطین اسلامي جهاد په دغه بیانیه کې زیاته کړه، هغه څه چې د امریکا حکومت د نړیوالې سوداګرۍ د آزاد بهیر د ملاتړ او د بېړیو د امنیت د تامینولو په اړه خبرې کوي، د خپلو جنایتونو د توجیه کولو لپاره  خالص دروغ دي.

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ په دغه بیانیې کې دې ته په اشارې سره چې د یمن پوځونه یوازې په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د محاصرې د ختمولو لپاره، د غاصب رژیم او د هغه د ملاتړو بیړۍ په نښه کوي، ټینګار وکړ چې د یمن ملت او د دوی زړور پوځیان به د امریکا او برتانیا بریدونو ته  غبرګون وښیي.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس هم په یوې بیانیې کې پر صنعا او صعده د امریکا او انګلستان د پنجشنبې بریدونه وغندل او دغه اقدامات یې د سیمې د خلکو پرضد ترهګریز زور ویل وباله .

ټیګونه