له صهیونیسټ رژیم سره د جاپاني شرکتونو د همکارۍ ختمیدل
(last modified Fri, 25 Oct 2024 08:13:17 GMT )
Oct 25, 2024 12:43 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټ رژیم سره د جاپاني شرکتونو د همکارۍ ختمیدل

سحاب - د خلکو د اعتراضونو زیاتوالي او د ځینو لویو جاپاني شرکتونو په فعالیت کې د بدلونونو په ګډون یو شمېر نور لاملونه د دې ښودنه کوي چې جاپاني شرکتونه د صهیونیسټي رژیم سره خپلې همکارۍ پای ته رسوي.

سحاب شبکې د ایرانا خبري اژنس له قوله را پور ورکړی، چې په دې وروستیو ورځو کې د صهیونیسټ رژیم او له جاپانی شرکتونو سره د پوځي ملګرتیاوو په خلاف په جاپان کې د پام وړ حرکتونه لیدل شوي دي.

دغه لاريونونه په غزه کې د اسرائيلي رژيم د پوځي جنایتونو او د بشري حقونو لپاره د هغې د پايلو په اړه د زياتېدونکو اندېښنو په پايله کې رامنځته شوي دي.

په دې برخه کې یو مهم ګام د اسراییلو د وسلو شرکت Elbit Systems سره د لوی جاپاني شرکت اتوچو د همکارۍ پای ته رسول وو.

دا پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د عدالت نړیوالې محکمې په غزه کې د اسراییلي رژیم کړنې د نسل وژنې په توګه په ګوته کړې.

جاپاني شرکت اتوچو په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د همکارۍ تړون یې ځنډولی او اراده لري چې دا تړون د 2024 کال د فبروري تر پایه په بشپړ ډول لغوه کړي.

په همدې لړ کې په توکیو کې په فضائي او دفاعي نندارتون کې د صهیونیسټي رژیم د پوځي شرکتونو د شتون په خلاف مظاهره چیان راغونډ شول او په دغه نندارتون کې یې د صهیونیسټي شرکت غرفه وتړله.

وروستیو تحولاتو او د جاپان د خلکو او چارواکو چټکو غبرګونونو ته په پام سره داسې بریښي چې له صهیونیسټي رژیم سره په همکارۍ تورنو شرکتونو باندې فشارونه په زیاتیدو دي او نړیواله ټولنه دغو مسایلو ته ډیره پاملرنه کوي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې پر فلسطین د اسراییلي رژیم د پوځي بریدونو په پایله کې ۴۲ زره ۸۴۷ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۰۰ زره ۵۴۴ تنه ټپیان شوي دي.

ټیګونه