ټول لوبغاړي دې په فلسطین او لبنان کې د جنګ د فوری دریدا لپاره هڅه و کړي
(last modified Wed, 30 Oct 2024 00:16:13 GMT )
Oct 30, 2024 04:46 Asia/Kabul
  • ټول لوبغاړي دې په فلسطین او لبنان کې د جنګ د فوری دریدا لپاره هڅه و کړي

سحاب – د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په فلسطین او لبنان کې د جنګ د فوری دریدا لپاره د ټولو بغاړو  په هڅو په ټيګار سره  ووئيل، باید یوې ډيپلوماټيکې غوره نتیجې ته د رسیدا لپاره د فلسطین او لبنان د ملتونو روا ګټې او غوښتنې په نظر کې ونیول شي.

سحاب  چینل د ایرنا له قوله ر اپور ورکړی،  دایران خارجه وزیر سید عباس عراقچي پرون  په تهران کې  ددیره نورو هیوادونو  دسفیرانو او دنمایندګیو د  مشرانو په ټول کې  ووئيل،  په اوسني  ټاکونکي او حساس وخت کې ایران  دصهیونیسټي رژیم دجنایتونو او تیریو د دریدا په خاطر پر هراړخیزو  هڅو ټينګار لري او  له نړیوالو ټولنو غواړي  دغزې تړانګې او لبنان  د خلکو دعامې وژلې اوبمباریو  ددریدا او همداراز په دغو سیمو کې د انسان دوستۍ د مرستو د آسانتیاؤ او د  کډوالو په بوږنونکي  وضعیّت د غور  لپاره دې فوري او پریکنده  اقدامات وکړي.

عباس عراقچي  د ملګروملتو د یوه یوه غړي حکومت،د نړیوالو انسان دوستۍ د حقوقو  او نسل وژنې د منع کونکي کمیشن ، دملګروملتو د منشور او دنړیوالو حقوقو د ښکاره خلاف ورزیو په وړاندې دفوري او دله ایزو  اقداماتو لپاره د جینیوا د څلورو واړو کنونشونو د غړو  حکومتونو د مسئولیّت په یادونې  سره د صهیونیسټي جنایتکار رژیم د کنټرولولو لپاره د نړیوالې ټولنې د پریکنده او اغیزشیندونکي  فوری خوځښت غوښتنه وکړه.

د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده،ترڅو چې په غزې تړانګې او لبنان کې  د صهیونیسټي رژيم  تیري ونه دریږي، سیمه به آرامښت ونه ویني  او په همدې خاطر  ایران  په سیمې کې د  هراړخیز اوعادلانه تل پاتې حل لارې لپاره  ځيني سیمه ایزې او عملیاتي لارې چارې  وړاندې کړي  چې  دبرخلیک ټاکنې د حق لپاره د فلسطین د ملت د ذاتي  حقوقو په رسمیّت پيژندنې  مشتملې دي

د ایران خارجه وزیر همداراز د لبنان په باب هم یادونه وکړه چې باید  ددغه هیواد میداني او جغرافیائي  واقعیّتونو ته دې ژوره توجه وشي، د لبنان حزب ا...  او مقاومت ددغه هیواد په خلکو کې ریښه لري او له مینځه   نشي وړل کیدلی. هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  هغه پلانونه چې  یوازې د صهیونیسټ  رژيم ګټې په نظر کې ونیسي ،نو قطعا به  ناکامې وي ،ووئيل، بې شکه  په غزې تړانګې کې دنسل وژنې دوام او د لبنان او سورئې په ضد دصهیونیسټي رژيم  تیري،په نورو سیمو کې ددغه تیریګر رژیم  دترهه ګرو پوځي بلاغوښتنو تکرار، د نړیوالې سولې اوامنیت ګواښونکي اقدامات دي  او امنیت شورا پابنده ده چې  عملي ګامونه پورته کړي او د ملګروملتو د منشور داوم سپرکي په اساس د صهیونیسټي رژيم په ضد سخت بندیزونه ولګوي.