د صهیونیسټ رژيم تیریو د لبنانیو ماشومانو لپاره منفی پایلې درلودلي دي
سحاب – دملګروملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسف) په لبنان د صهیونیسټي نسل وژونکي رژيم په تیریو پسې لبنانیو ماشومانو ته د پراخو تاوانونو رسیدا خبر ورکړ.
سحاب چینل د الجزیزه ټیلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی،د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې په یوې وروستۍ اعلامی طې کې وئيلي دي،د اکتوبر له څلورمې نیټې راپه دې خوا تر دې د مه په لبنان د اسرائيلو جنایتکار رژيم په تیریو پسې په متوسط ډول هره ورځ لږترلږه یو ماشوم شهید او لس نوره ټپيان کیږي.
وحشي صهیونیسټي رژيم د ستمبر له ۲۳ نیټې څخه د جنوبی لبنان په مختلفو سیمو هم پراخې حملې پیل کړی دي. چې دغه تیري د لبنان د حزب ا...غورځنګ دمبارزانو له کلک ځواب سره مخ شوي او له هماغه لومړنیو څخه ئې د نیواکي فلسطین د شمال صهیونیسټ میشته ښارګوټي او اسرائيلي پوځي مرکزونه او مورچلې په سلګونو توغندیو او ډیرو عملیاتو سره ټارګټ کړي دي او دغه لړۍ دوام لري.
داپه داسې حال کې دي چې امریکا او اروپائي هیوادونه نه یوازې ددغو جنایتونو په وړاندې چُپه خولۀ پاتې دي ،بلکې غاصب او وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم ته ددغې نسل وژنې لپاره لازمې وسلې اوتجهیزات هم ورکوي.