له حماس سره له موافقې زیارته صهیونیسټانو ملاتړ وکړ
سحاب – په نیواکي ټاتوبو کې نوي نظر سنجۍښئ چې صهیونیسټان د حماس په زندانونو کې د بندیانو د خوشی کیدا لپاره په موافقې پسې دي.
سحاب چینل د ایرنا له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټي رژيم ۱۲ چینل د نظرسنجۍ نتیجې ښئ چې ۶۹ فیصده اسرائيلیانو وئيلي دي، چې په غزې تړانګې کې له مقاومتي لوري سره د بندیانو د مبادلې د موافقې د لاسلیکیدا سره پخپلا دي او یوازې شل فیصدو وئيلي دي چې باید جنګ دوام ولري.
همداراز ددغې نظر غوښتنې په اساس، د بنیامین نتنیاهو ۴۶فیصد پلویان د بندیانو د مبادلې له موافقې ملاتړ کړی او ۳۶ فیصده نور هم د جنګ د دوام غوښتنه کوي.
له دې مخکې هم د نیواکي ټاټوبو معاریو عبری ژبې ورځپاڼې نظر غوښتنې نتیجو هم ښودلې ده چې کابو ۵۵فیصده صهیونیسټان په دې اند دي چې د نیواکګرو رژيم کابینه باید د بندیانو د مبادلې لپاره د مرحله اي اوربند له پلان سره موافقه وکړي.
دغې ورځپاڼې همدرااز د بندیانو د مبادلې او په غزې تړانګې او لبنان کې د جنګ دددریدا په باب موافقې ته درسیدا لپاره د لازمو اقداماتو په باب دنظرسنجئ د ترسره کیدا اقدام کړی ؤ چې د هغو د نتیجو په اساس، ۴۵ فیصدو صهیونیسټي پوښتونکو وئيلي وو چې اسرائيل باید په لبنان کې د جنګ د ختمیدا په باب د مخ کتنې په درشل کې له پلان سره موافقه وکړي.
نیواکي ټآټوبي څه دپاسه له یو کال راهسې تردې دمه د فلسطین له مقاومت سره د بندیانو دمبادلې او د اور بند د تړون په ضرورت دټينګار لپاره د صهیونیسټي بندیان دکورنیو او د هغوي د ملاتړو د مظاهرو شاهدان یوو ، البته د نتنیاهو کابینې په څو مرحلو کې د اور بند خبرې اترې په خنډ جوړولو سره له بندون سره مخ کړي دي. په همدې اړه تر اوسه پورې په لسګونو زره ښارګوټي میشته صهیونیسټانو په مظاهرو جوړولو سره په غزې تړانګې کې تر څه دپاسه څلور سوه ورځو پورې دخپلو بندیانو د وضعیّت په بې خبرئ سخت اعتراضونه کړي او د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر ئې له بنده د دوي د نه خوشي کیدا ګرَم بللی دی .