د اسرائیلو ښارګي میشته صهیونیسټانو په لومړي وزیر نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154574-د_اسرائیلو_ښارګي_میشته_صهیونیسټانو_په_لومړي_وزیر_نیوکه_وکړه
مهر خبري اژانس راپور راکړی د تل اویو په جنوب کښې صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د لومړي وزیر نتانیاهو په سیاستونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2024-11-24T00:25:16+00:00 )
Nov 24, 2024 04:50 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ښارګي میشته صهیونیسټانو په لومړي وزیر نیوکه وکړه

مهر خبري اژانس راپور راکړی د تل اویو په جنوب کښې صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د لومړي وزیر نتانیاهو په سیاستونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

دغه اعتراضیه مظاهرې پرون د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو لخوا د تل اویو په جنوب کښې په «زحوفوت» نیواکي سیمه کښې وشوې او اعتراض کونکو په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس او د صهیونیسټ رژيم ترمینځ د بندیانو د تبادلې د موافقې د لاسلیک کولو غوښتنه وکړه.

له دې مخکې هم په نیواکي ټاټوبو کښې په ځلونو د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو لخوا د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد ورته اعتراضیه مظاهرې ترسره شوي دي.

د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د جنګ په دوام او د صهیونیسټ رژيم لخوا د هر ډول پوځي بریا د نه ترلاسه کیدا په خاطر په نیواکي ټاټوبو کښې د خلکو لخوا په لومړي وزیر نتانیاهو او د هغه په کابینې باندې نیوکې زیاتې شوي دي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر مخالفان د نتانیاهو پرضد په مطرح شویو قضايي دوسیو کښې له محاکمه کیدا د تښتیدا لپاره  هغه په قدرت کښې د پاتې کیدا لپاره د وخت په اخیستلو تورنوي.

په دې سربیره د صهیونیسټ رژيم د بندیانو کورنۍ غوښتنه کوي چې  د اسرائیلو رژیم د وخت له ضایع کولو پرته او په هره بیه له حماس غورځنګ سره  موجود صهیونیسټ بندیان د فلسطین له مقاومت ډلې سره په موافقه کولو سره ازاد کړي او په غزې تړانګې باندې د بې ګټې حملو له  دوام چې د فلسطین د خلکو په وژل کیدا سربیره د دغو بندیانو د وژلې سبب هم کیږی لاس واخلي.