د ترکیې خارجه وزیر د حماس غورځنګ له چارواکو سره خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» د قطر په پلازمینې دوحه کښې د فلسطین د حماس غورځنګ له یوه پلاوي سره په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله خبرې وکړې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په قطر کښې د حماس غورځنګ د ملي شورا د مشر« محمد درویش» په مشرۍ د دغه ګوند له یوه پلاوي سره په کتنه کښې په غزې تړانګه کښې د اوربند لپاره د ترسره شویو هڅو په باره کښې خبرې وکړې.
درویش په دغه کتنه کښې په غزې تړانګه کښې روانو حالاتو په تیره بیا د غزې تړانګې په شمال کښې اوسني انساني کړکیچ او د صهیونیسټ رژيم په زندانونو کشې د فلسطیني بندیانو شرایطو ته اشاره وکړه.
د امریکا او د نورو لویدیځو هیوادونو په هراړخیزه ملاتړونو سره د فلسطین د بې دفاع او د مظلومو خلکو پرضد په غزې تړانګه کښې له تیر میلادي کال راهسې د اسرائیلو د نسل کش رژیم لخوا د خلکو پراخې وژلې اوس هم دوام لري.
دغه راز جرمني هیواد چې ځان د بشري حقوقو مدعي ګڼي وویل چې اسرائیلو په غزې تړانګه کښې نسل کشۍ نه ده کړي.