ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړي او ملګري ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155030-ترکیه_په_سوریې_کښې_د_ترهګرو_ډلو_ستره_ملاتړي_او_ملګري_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایکس اینټرنیټ پاڼې کارونکو د بیلابیلو پوسټونو په خپرولو سره په سوریې کښې له تکفیري ترهګرو څخه د ترکیې په ملاتړ سخته نیوکه وکړه.
(last modified 2024-12-07T09:37:54+00:00 )
Dec 07, 2024 13:56 Asia/Kabul
  • ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړي او ملګري ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایکس اینټرنیټ پاڼې کارونکو د بیلابیلو پوسټونو په خپرولو سره په سوریې کښې له تکفیري ترهګرو څخه د ترکیې په ملاتړ سخته نیوکه وکړه.

له صهیونیسټ رژيم سره د ترکیې د حکومت او په سوریې کښې د ترهګرو ډلو هم تړونوالی معلوم شوی.

د ایکس اینټرنیټ پاڼې یوه فعال «محمد جواد اخوان» په یوه پوسټ کښې ترکیه په سوریې کښې د تکفیري ترهګرو ډلو ملګري وبلله او ټينګار یې وکړ چې ترکیه د اسرائیلو د ضرورت وړ شیان تامینوي.

ایکس اینټرنیټ پاڼې ولیکل: عبري رسنیو راپور ورکړ چې د سوریې د ټروریسټانو مشرانو اسرائیلو  ته اطلاع ورکړي ده چې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو ټینګولو ته تیار دي.

البته دغه کومه عجیبه خبره نه ده کله چې په ترکیې کښې د اسرائیلو رژیم سفارت شته او ترکیه هم د اسرائیلو د ضرورت وړ د تر ټولو مهمو شیانو تامینونکي ده».

د ایکس اینټرنیټ پاڼې یوه بل کارونکي چې «توحید» نومیږي د فلسطین د خلکو د وژلې په وړاندې د ترکیې په سیاست نیوکه وکړه او په انګریزۍ ژبه یې ولیکل: مونږ په سوریې کښې د ترکیې بې پایلوټه الوتکې ولیدلې چې د سوریې خلک ووژني، خو د ترکیې دغه بې پایلوټه الوتکې مو په غزې تړانګه کښې ونه لیدلې چې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي».

د ایکس اینټرنیټ پاڼې بل کارونکي «طاهري» دی او وايي چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان برخلیک په سوریې کښې له ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر په نابودۍ محکوم ګڼي.

هغه ولیکل ماجرا دلته نه ختمیږي ! انتظار وکړئ او ووینئ ترکیه به زر ناامنه شي او ولسمشر اردوغان به له بد برخلیک سره مخامخ شي!

د ایکس اینټرنیټ پاڼې د روسیې ژبې کارونکي «ټوڼي رډولف» هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دنیا عمومي افکارو ته په دوکې ورکولو تورن کړاو ویې لیکل: رجب طیب اردوغان ټولې دنیا ته د دوکې د ورکولو په حال کښې دی.

اردوغان له کردانو سره د ترکیې په پرله پسې مبارزې باندې ټینګار سره ادعا کوي سوربه باید په یوه امنیتي ګواښ باندې بدله نشي.»

د ایکس اینټرنیټ پاڼې یوه بل فعال «جوی الونزو» هم په انګریزۍ ژبه کښې ولیکل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریې کښې د ترهګرو ډلو پلویتوب کوي.

هغه ټینګار وکړ د ترکیې ولسمشر اردوغان د ترهګرو ، د امریکا، د انګلستان او د فرانسې په څنګ کښې دی او په سوریې باندې حمله له ترکیې ، ناټو او د ترهګرو له پوځ څخه سرچینه اخلي.