دصهیونیسټ رژیم پوځیانو په قصدا دصهیونیسټانو دبندیانو په ځای بمباری وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155310-دصهیونیسټ_رژیم_پوځیانو_په_قصدا_دصهیونیسټانو_دبندیانو_په_ځای_بمباری_وکړه
د مهر خبری آژانس د خبر له مخې، د قسام د کنډکونو ویاند«ابو عبیده» په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې استخباراتی معلومات تاییدوی چې صهیونیسټي دښمن په قصدي ډول د بندیانو او ساتونکو د وژلو په هدف صهیونیسټانو د هغوی ځایونه بمبار کړل.
(last modified 2024-12-15T05:39:02+00:00 )
Dec 15, 2024 10:06 Asia/Kabul
  • دصهیونیسټ رژیم پوځیانو په قصدا دصهیونیسټانو دبندیانو په ځای  بمباری وکړه

د مهر خبری آژانس د خبر له مخې، د قسام د کنډکونو ویاند«ابو عبیده» په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې استخباراتی معلومات تاییدوی چې صهیونیسټي دښمن په قصدي ډول د بندیانو او ساتونکو د وژلو په هدف صهیونیسټانو د هغوی ځایونه بمبار کړل.

ابو عبیده د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د اسراییلي بندیانو د وژلو مسوول وباله.

دفلسطین مقاومت په غزې تړانګې کښې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکټوبر په اوومه نیټه په یو ناڅاپي عملیاتو کښې د غزې تړانګې ته څیرمه صهیونیسټانو میشت ځایونو ته ننوتل او کابو ۲۵۰ صهیونیسټان یې ونیول .

له دغو بندیانو څخه یو شمېر یې په بشردوستانه عمل او یو شمېر نور یې د صهیونیسټ رژیم او حماس ترمینځ د بندیانو د تبادلې په عملیاتو کښې آزاد شول .

له دې سره سره د غزی  په تړانګې باندې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو په دوام او  د غاصب رژیم د افراطي کابینې د بې غورۍ او د وحشیانه حملو د دوام له کبله یو شمیر بندیان ووژل شول.