نواف سلام د لبنان د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156320-نواف_سلام_د_لبنان_د_نوي_لومړي_وزیر_په_توګه_انتخاب_شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «نواف سلام» د لبنان د پارلمان د اکثرو رایو په ترلاسه کولو سره د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو.
(last modified 2025-01-14T00:52:43+00:00 )
Jan 14, 2025 05:11 Asia/Kabul
  • نواف سلام د لبنان د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «نواف سلام» د لبنان د پارلمان د اکثرو رایو په ترلاسه کولو سره د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو.

د هیګ د نړیوالې ادارې مشر او په ملګروملتونو کښې د لبنان پخواني سفیر «نواف  صائب سلام» چې د لبنان د لومړي وزارت لپاره کاندید و پرون د پارلمان د استازیو د دریو اویا رایو په ترلاسه کولو او له اوسني لومړي وزیر نجیب میقاتي څخه په مخکې کیدا سره د لومړي وزیر د جوړیدا او د کابینې د جوړولو لپاره د مامور کیدا لپاره ضروري رایې ترلاسه کړې.

د لبنان د ترقي غواړي سوشلسټ ګوند مشر «تیمور جنبلاط» نواف سلام د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره معرفي کړی و.

په لبنان هیواد کښې د دیني او د کلتوي تنوع په دلیل د واک د ویشلو سیسټم د بیلابیلو سیاسي ډلو ترمینځ د موافقې په بڼه ترسره کیږي.

د لبنان ولسمشر باید «ماروني عیسايي» وي،  لومړی وزیر باید« اهل سنت» وي او د پارلمان مشر باید «شیعه» وي او دغه جوړښت د انډول د ساتلو او د لبنان د ټولنې د بیلابیلو ډلو ترمینځ د توپیر د مخنیوي لپاره پلان شوی دی.