اسرائیلو په غزه کې په بشپړه توګه روغتیايي سیسټم ویجاړ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156466-اسرائیلو_په_غزه_کې_په_بشپړه_توګه_روغتیايي_سیسټم_ویجاړ_کړی
د روغتیا نړیوال سازمان په یوې بیانیې کې د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې د روغتیایي سیسټم د بشپړې تباهۍ خبر ورکړ.
(last modified 2025-01-18T01:39:19+00:00 )
Jan 18, 2025 05:51 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په غزه کې په بشپړه توګه روغتیايي سیسټم ویجاړ کړی

د روغتیا نړیوال سازمان په یوې بیانیې کې د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې د روغتیایي سیسټم د بشپړې تباهۍ خبر ورکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د روغتیا د برخې په بشپړې ویجاړۍ په نیوکې سره، د دغې سیمې د بیارغونې لپاره د پراخو پانګونو د اړتیا خبر ورکړ.

د فلسطین په چارو کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي "ریک پیپرکورن" په دې اړه وویل: "د دې سیمې د ویجاړ شوي روغتیايي او طبي سکټور د بیارغونې لپاره په غزه کې پانګونې ته زموږ اړتیا خورا لوړه ده."

د روغتیا د نړیوال سازمان دغه چارواکي زیاته کړه: زموږ لومړنیو اټکلونو ښودلې چې په لومړیو ۱۸ میاشتو کې د غزې د روغتیا برخې د بیا رغولو لګښت له ۳ میلیارډ ډالرو څخه زیات دی، خو د راتلونکو ۵ نه تر ۷ کلونو پورې دغه لګښت لس میلیارډ ډالره اټکل شوی دی.