اسرائیلو په غزه کې په بشپړه توګه روغتیايي سیسټم ویجاړ کړی
Jan 18, 2025 05:51 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان په یوې بیانیې کې د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې د روغتیایي سیسټم د بشپړې تباهۍ خبر ورکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د روغتیا د برخې په بشپړې ویجاړۍ په نیوکې سره، د دغې سیمې د بیارغونې لپاره د پراخو پانګونو د اړتیا خبر ورکړ.
د فلسطین په چارو کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي "ریک پیپرکورن" په دې اړه وویل: "د دې سیمې د ویجاړ شوي روغتیايي او طبي سکټور د بیارغونې لپاره په غزه کې پانګونې ته زموږ اړتیا خورا لوړه ده."
د روغتیا د نړیوال سازمان دغه چارواکي زیاته کړه: زموږ لومړنیو اټکلونو ښودلې چې په لومړیو ۱۸ میاشتو کې د غزې د روغتیا برخې د بیا رغولو لګښت له ۳ میلیارډ ډالرو څخه زیات دی، خو د راتلونکو ۵ نه تر ۷ کلونو پورې دغه لګښت لس میلیارډ ډالره اټکل شوی دی.
ټیګونه