عربستان او ایټالیا د سټراټيژیک مشارکت موافقه لاسلیک کوي
(last modified Mon, 27 Jan 2025 00:45:37 GMT )
Jan 27, 2025 05:15 Asia/Kabul
  • عربستان او ایټالیا د سټراټيژیک مشارکت موافقه لاسلیک کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا لومړۍ وزیرې «جورجیا میلوني» په یو لړ څرګندونو کښې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خپلې کتنې ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټيژیک مشارکت تړون د لاسلیک کولو خبر ورکړ.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني چې د درې ورځني سفر لپاره عربستان ته تللي ده پرون د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه په ژمني هستوګنځي «العلا »کښې کتنه او خبرې وکړې.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني له محمد بن سلمان سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د عربستان او د ایټالیا ترمینځ اړیکې له پرونۍ غونډې وروسته نوي مرحلې ته  رسیدلي دي.