عطوان: امریکا ولې له انصارالله سره له جنګه وتښتیده؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i160332-عطوان_امریکا_ولې_له_انصارالله_سره_له_جنګه_وتښتیده
پارس ټوډی- د عرب نړۍ مشهور شناندي د نیواکي ټاټوبي په مینځ باندې د یمنیانو د هرې ورځې توغندوي بریدونو ته په اشارې سره، په راتلونکو ورځو کښې د صهیونیسټي رژیم د پراخې لالهاندۍ خبر ورکړ.
(last modified 2025-05-21T02:45:25+00:00 )
May 20, 2025 09:45 Asia/Kabul
  • د عرب نړۍ مشهور شناندی «عبدالباري عطوان»
    د عرب نړۍ مشهور شناندی «عبدالباري عطوان»

پارس ټوډی- د عرب نړۍ مشهور شناندي د نیواکي ټاټوبي په مینځ باندې د یمنیانو د هرې ورځې توغندوي بریدونو ته په اشارې سره، په راتلونکو ورځو کښې د صهیونیسټي رژیم د پراخې لالهاندۍ خبر ورکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د عرب نړۍ یو مشهور شناندي "عبدالباري عطوان" د یکشنبې په ورځ په رائی الیوم کې په یوه مقاله کې د یمن له خوا په نیول شویو سیمو د توغندیو بریدونو په اړه لیکلي: د یمن له خوا د صهیونیسټ رژیم په خاوره کې په هایپرسونیک توغندیو سره  بریدونه او په نیواکي ښار یافا یعنې تل ابیب باندې نږدې هره ورځ بریدونه دوام لري، او د اللد(بن ګوریون) هوايي ډګر د اوږدو ساعتونو لپاره تړل شوی او په راتلونکو اونیو او میاشتو کې زیاتره نړیوالې الوتنې ځنډول شوي دي، او د اسراییلو ځواب د یمن په بندرونو هوایی بریدونه دي.

هغه زیاته کړه: "دا د دوو خبرو ثبوت دی؛ لومړی، د امریکا په غوښتنه د امریکا او انصارالله ترمنځ په لنډمهاله اوربند کښې نیواکګر رژیم نه شاملیږي او د دغه  رژیم په بندرونو او هوایی ډګرونو باندې د یمن توغندوي او ډرون بریدونه به  دوام او شدت ومومي."

دوبم، دا تړون د یمني لوري د هوښیارۍ اوج څرګندوي چې په لنډمهاله توګه امریکا له صحنې څخه لرې کوي ترڅو له اسراییلي دښمن سره په مقابلې تمرکز وکړي. دا جګړه به هغه وخت نوره هم شدیده شي کله چې اشغالګر ځواکونه په غزه کې خپل ځمکني حرکتونه زیات کړي.

عطوان لیکلي: یوه مهمه پوښتنه چې اوس مهال راپورته کیږي دا ده  چې د عمان د منځګړیتوب له لارې له یمني ځواکونو سره د ټرمپ د مخامخ کیدو د مخنیوي دلیلونه دا دي چې دا مسئله به نیواکګر رژیم ته ویره او وحشت راوړي او هغه به د توغندیو ستومانه کونکې جګړې ته کش کړي، چې له هغې څخه وتل به د درنو لګښتونو او شاید لویې ماتې سره مل وي.

دغه شناندي یادونه وکړه: له انصارالله سره له جګړې د ټرمپ د تیښتې د علت د پوښتنې په ځواب کښې باید لاندې ټکیو ته اشاره وشي:

اول، د یمن له محاذ څخه د امریکا د تېښتې د دلیل په اړه د قوي غبرګون لومړۍ برخه د پوځي کارپوه هریسن کاس له قوله جاجوو چا چې د مشهورې امریکایي مجلې، "نیشنل انټرسټ" په یوه مقاله کې څرګنده کړه چې د یمن دفاعي توغندی د F-35 جنګي الوتکو په لور وتوغول شو او نږدې وه چې هغه وغورځوي. دا هغه جنګي الوتکه ده چې د امریکا په هوايي ځواک کې ډېره پرمختللې ده، او که د پیلوټ مهارت نه وای او له توغندي یې ځان نه وای ژغورلی نو د یمن لپاره به یوه بې ساري بریا ترلاسه شوې وای، چې د امریکا نړیواله هوايي برتري به یې کمزورې کړې وه، هغه هم د انصارالله له لوري، چې امریکا یې کوچنۍ ګڼي.

دویم، د پوځي کارپوه ګریګوري بارو شننه ده چې د اوو پرمختللو او عصري امریکایی MQ9 ډرونونو غورځولو ته اشاره کوي، چې هر یو یې دیرش ملیونه ډالر لګښت لري، دې پیښو هغه ناورین څرګند کړ چې د پیښیدو په حال کې و، یعنې د امریکایی F-16 غورځول، او دا چې د امریکې پوځ د دې جنګي جیټ پیلوټ په وژلو سره له تلفاتو سره مخ شي. ګریګوري په خپله مقاله کې د یمن د وسله والو ځواکونو د توغندیو او دفاعي وړتیاو په اړه هم راپور ورکړی، په شمول د SAM توغندیو چې تازه او اپ ډیټ شوي او واټن یې زیات شوی او ډیر کارنده شوي دي.

دریم، د بدیلې کښتۍ له لیږلو پرته له سره سمندر څخه د USS Truman وتل د اوربند له امله نه دي، بلکې د یمني ځواکونو لخوا پرې د توغندیو بریدونو او د دوو F-18 جنګي الوتکو د ویجاړیدو له امله دي، چې یوه یې په ډیک کې وه او بله یې په اسمان کې په الوت کښې وه.

شنونکي زیاته کړه: هغه بالستیک توغندي چې د اللد (بن ګورین) هوايي ډګر او د امریکایي بېړۍ په ډیک لګیدلي دي کولی شي د حیفا او اشدود بندرونو زړه ته ورسیږي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې یمني مشرانو په راتلونکو ورځو کې د پراخو پوځي سرپرایزونو حیرانونو خبر ورکړی دی.