د انګلیس، فرانسې او کاناډا اعلامیې ته د نتانیاهو سخت ځواب
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر نتانیاهو په غزې کې د سمدستې اوربند په لړ کې د انګلیس، فرانسې او کاناډا ګډې اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي دي چي اروپایي هیوادونه هم باید د امریکا په شان د اسرائیل له اقداماتو څخه بشپړه ملاتړ وکړي.
تېرو ورځو کې د انګلیس، فرانسې او کاناډا مشرانو د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې، اسرائیل رژیم ته خبرداری ورکړي دي چي باید په غزې باندې ژر تر ژره جنګ بند کړي او محاصره ختمه کړي که نه وي نو له بندیزونو سره به مخ شي.
نتانیاهو د یادې اعلامیې په غبرګون کې ویلي دي چي اسرائیل رژیم د امریکا د ولسمشر ټرامپ له دریځ څخه هرکلی کوي او اروپایي هیوادونه هم باید ورته دریځ ولري.
هغه زیاته کړې ده چي په اسرائیلو باندې د فرانسې، انګلیس او کاناډا فشارونه د حماس او د اکټوبر د اووهمې د بریدګرو لپاره یوه لویه ډالۍ ده.
د انګلیس، فرانسې او کاناډا مشرانو د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې صهیونیستي رژیم یې د نړیوالو حقوقو په نقضولو تورن کړي او ویلي دي چي په غزې باندې د جنګ دوام، د غزې خلګو د لوږې ورکول او محاصره او له خپلو مېنو په زوره ایستل د نړیوالو حقوقو او قوانینو سره په ټکر کې دی او که اسرائیل رژیم دا رویه بنده نه کړي نو له بندیزونو او نورو سختو اقداماتو سره مخ شي.