صهیونیسټي چارواکی: اسرائیل د تفریح لپاره فلسطیني شېدې خوړونکي ماشومان وژني
-
یائیر لاګون د صهیونیست رژیم د ډیموکرات ګونډ رئیس
پاس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم د ډیموکراټ ګوند مشر د اسرائیلي ځواکونو په جنګي جنایاتو باندې په نیوکې سره وویل: اسرائیل د تفریح لپاره د فلسطین تی رودونکي واړه ماشومان وژني په داسي حال کې چي یو عقلمن حکومت هیڅکله دا کا نه کوي.
د یاد ګوند مشر یائیر ګولان زیاتوي چي اسرائیل رژیم په بې سارې جنایاتو سره، د جنوبي افریقا د اپارټاید رژیم په شان د انزوا او ګوښه کېدو په لور درومي.
هغه وایي چي یو نورمال دولت، ملکي وګړي نه وژني، د تفریح لپاره تی رودونکې واړه ماشومان نه قتلوي او له خپلو مېنو د یوه ولس شړل، موخه نه ګرځوي.
ګولانی زیاتوي چي نتانیاهو د هر ډول حل لارې مخالفت کوي او د جنګ په دوام باندې په ټینګار سره، د انزوا، اقتصادي پاشلتیا او د ټولنې د دړي وړي کېدو په لورې ځي ځکه چي خپله ټوله بودیجه، د ښارګوټو جوړولو، وژنو او افراطي اقداماتو ځانګړې کړې ده.