حماس: د فلسطین ملت به د ټرمپ توهماتو ته تسلیم نشي
Feb 08, 2025 09:00 Asia/Kabul
د حماس غورځنګ ویلي چې د فلسطین ملت به د ټولو پخوانیو دسیسو په څیر د ټرمپ نوې دسیسه ناکامه کړي او دغو وهمونو ته به تسلیم نشي.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې د فلسطین د حماس یوه مشر محمود مرداوي ویلي: "زمونږ ملت به هیڅکله د ټرمپ وهمونو او د صهیونیسټانو نیواکگرانه پلانونو ته تسلیم نشي، او د ټرمپ نوې دسیسه به هم لکه د ټولو پخوانیو پلانونو په څیر ناکامه شي."
ټیګونه