ټول فلسطینان او عربي او اسلامي ملتونه دې د ټرامپ پلان وغندي
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ له ټولو فلسطینیانو، عربي او اسلامي ملتونو او د ټولې نړۍ له پتیالیو وغوښتل چې له خپل ټاټوبي څخه د فلسطین د ملت په زوره د ایستلو د پروژې د ردولو او غندلو لپاره په ټوله دنیا کښې په لاریونونو او د پیوستون په پراخو فعالیتونو کښې ګډون وکړي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ څه موده مخکې په جنجالي څرګندونو کښې له خلکو د غزې تړانګې په کامل ډول د خالي کولو او په ګاونډیو هیوادونو مصر او اردن کښې د غزې تړانګې د وسیدونکو فلسطینیانو د هستوګن کولو غوښتنه کړي وه.
فلسطینیانو او د نړۍ بیلابیلو هیوادونو د امریکا د ولسمشر ټرامپ دغه پلان ته سخت غبرګونونه وښودل او پراخ مخالفتونه یې ورسره څرګند کړل.
د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بیانیې کښې وویل اجازه ورکړئ چې سبا جمعې ورځ، بله شنبې او یکشنبې ورځ یو نړیوال غورځنګ رامینځته شي چې پکښې ټول خلک په اتحاد سره خپل دریځونه ، او غږونه د فلسطینیانو له غزې تړانګې څخه د ایستلو او په زوره د جلاوطن کولو پرضد راپورته شي.
صهیونیسټ رژيم او د هغه ملګري له غزې د فلسطینیانو د ایستلو غوښتونکي دي.
په عین حال کښې د حماس غورځنګ لوړرتبه غړي «سامي ابوزهري» وویل د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس خپلو ټولو ژمنو ته پاې بند دی او هیڅکله به بل سبا شنبې ورځ د اسرائیلو ټول بندیان خوشي نکړي.
هغه وویل د امریکا د ولسمشر ټرامپ څرګندونې تاوتریخوالي رامینځته کونکي دي او نتیجه یې په موافقې کښې خپلو ژمنو ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم نه پاې بندۍ ده.
سامي ابو زهري وویل د جنګ د له سره پیلولو په هکله د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر څرګندونې احمقانه او بې اهمیته دي او په دې سربیره د امریکا د ولسمشر ټرامپ ګواښونه بې ارزښته دي او مونږ نه ډریږو.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د بیا بیا خلاف ورزیو په دلیل د حماس غورځنګ لخوا د اسرائیلي بندیانو د سپارلو د کار له ځنډولو وروسته ګواښ کړی دی په راتلونکي شنبې ورځ د ټولو اسرائیلي بندیانو د نه خوشي کیدا په بڼه کښې به د غزې تړانګې پرمخ د جهنم ټولې دروازې خلاصې شي.
صهیونیسټ رژیم هم ګواښ کړی که چیرې حماس غورځنګ په راتلونکي شنبې ورځ ټولي اسرائیلي بندیان خوشي نکړي نو د فلسطین پرضد به نوی جنګ پیل کړي او له غزې تړانګې د فلسطین د ښاریزو د ایستلو لپاره به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پلان اجرايي کړي.