اروپايي هیوادونو وویل امریکا باید د روسیې په لومه کښې ښکیله نشي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس» په سعودي عربستان کښې
د امریکا او د روسیې د ولسمشرانو خبرواترو ته په غبرګون کښې په دې خبرې سره چې روسیه د سولې غوښتونکي نه ده له واشنګټن څخه وغوښتل چې د ماسکو په لومه کښې دې ښکیل نشي.
هغې نن سهار په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل:روسیه به هڅه وکړي زمونږ ترمینځ درز رامینځته کړي د هغوې په لومه کښې ښکیل نشئ. مونږ او امریکا له یوبل سره په ملګرتیا سره کولای شو د اوکراین د شرطونو پراساس پایداره او عادلانه سولې ته ورسیږو.
کایا کلاس دغه راز له «یوراکټیو» اینټرنیټ پاڼې سره په مرکه کښې چې پرون خپره شوه وویل روسان د سولې غوښتونکي نه دي.
هغې وویل مونږ له هر شي زیات باید د روسیې په ولسمشر ولادیمیر پوتین دباو راوړلو چې د سولې په لور حرکت وکړو.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې کایا کاس وویل: د امریکا چارواکي له هر چا سره کتنه کولای شي خو د دې لپاره چې د اوکراین په هکله د سولې هر ډول موافقه کارنده ووسي باید اروپایان او د اوکراین چارواکي هم پکښې ګډون وکړي.
که څه هم امریکا مخکې ویلي وو چې اروپايي هیوادونه به د روسیې او د امریکا په خبرو کښې ګډون ونکړي خو د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو په عربستان کښې د روسیې له پلاوي سره له کتنې وروسته د انګلستان، د فرانسې ، د ایټالیا، د جرمني له خارجه وزیرانو او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسوولې کایا کالاس سره خبرې اترې وکړې.