د فلسطین خلک به د شهید نصر الله ملګرتیا کول هیر نکړي
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع وویل:
د فلسطین له ملت ، مقاومت او د فلسطین له موضوع سره د لبنان د حزب الله د شهید مشر سید حسن نصر الله ملګرتیا کول به د تاریخ له خاطرې پاک نشي.
هغه نن سهار وختي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل شهید حسن نصر الله او د لبنان په اسلامي مقاومت غورځنګ حزب کښې د هغه ملګري او د لبنان ملت په داسې حال کښې په خپلو مالونو او ځانونو سره د فلسطین د ملت او د مقاومت ډلو په څنګ کښې ودریدل چې یوشمیر کسانو د فلسطین په داخل او خارج کښې د مقاومت ډلو پرضد دسیسه کوله.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع زیاته کړه: د قدس او د الاقصی جومات په لاره کښې له سرشیندنې او هڅې څخه د حسن نصر الله ډک سیرت او له ځان څخه د هغه تیریدل به د فلسطین د ملت هیڅکله هیر نکړي.
القانوع وویل د طوفان الاقصی د عملیاتو په وخت د لبنان د حزب الله شهید مشر حسن نصر الله او د لبنان نورو مجاهدانو او مبارزانو له ځان څخه د تیریدا او د سرشیندنې تر ټولو ښکلې بیلګې نندرې ته وړاندې کړې.
د فلسطین دغه چارواکي وویل شهید حسن نصر الله د جهاد او د مقاومت په لیکه کښې د فلسطین د ملت او د مقاومت ډلو په څنګ کښې ودرید او تر اخري سلګۍ پورې د فلسطین د مسلې او د فلسطین د ملت د حقوقو او د هغوې د عادلانه غوښتنو دفاع کونکی پاتی شو.
هغه وویل د فلسطین ملت به له صهیونیسټ رژيم په جنګ کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ هراړخیزه مادي ، معنوي ، پوځي او رسندوي ملاتړونه هیڅکله هیر نکړي او د وخت په تیریدا سره به دغه ملګرتیا کول هیر نکړې شي.
القانوع وویل د فلسطین ملت په سیمه او دنیا کښې خپلو ټولو ملاتړو او مرسته کونکو ته ډاډ ورکوي چې خپلې مبارزې ته د صهیونیسټ رژیم تر ختمیدا او د فلسطین له خاورې او سیمې څخه د دغه سرطاني دانې تر لیرې کیدا پورې دوام ورکوي.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند عبداللطیف القانوع زیاته کړه د سید حسن نصر الله په شان د یوه مشر له لاسه ورکول ډیر سخت دي خو د یوه مشر او قومندان په شهادت سره په اسلامي امت کښې په زرګونو نور قومندانان رامینځته کیږي او دغه شهادت به هم په فلسطین ، لبنان او سیمه کښې د مقاومت د قدرت د زیاتیدا سبب شي.